د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۶

د روسيي جمهوررئيس وايي د پخواني شوروي اتحاد په جمهورتونو کي د لويديځ له خوا د ډموکراسۍ ملاتړ د روسيي د نفوذ د کمښت په مقصد ندئ


د روسيي جمهور رئيس ولادميير پوتين وايي د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو باندي بهرني فشارونه ممکن دغه جمهوريتونه په خطرناکو دولتونو بدل کړي.
پوتين دا خبره نن د انګلستان له ټآيمز ورځپاڼي سره مرکي کړيده. ده ويلي لويديځو هيوادونو د اوکراين د تيرکال نارنجي انقلاب او بدلونو په مهال د غير حکومتي سازمانو د ملاتړ په کار کي ممکن اشتباه کړي وي.
پوتين ويلي دا د تعجب خبره نده چي د اوکراين د جمهور رئيس ويکتور يوشچينکو د دفتر اداري رئيس د جګ پوړو چارواکو د اداري فساد په اعتراض کي د شنبه په ورځ استعفئ کړيده.
د روسيي جمهور رئيس ويلي دئ باور نلري چي د پخواني شوروي اتحاد جمهوريتونو کي د لويديځ له خوا دډموکراسۍ د ملاتړ هدف دي پدغو جمهوريتونو کي د روسيي د اغيز کمول وي.
XS
SM
MD
LG