د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۱۸

د اندونيزيا د ميدان ښار کي د يوې مسافروړونکي الوتکي د غورځيدو له امله ١١٧ کسان مړه شوي


د اندونيزيا د ډله ايزي خبرتيا رسمي سرچيني وايي چارواکي باوري دي د دغه هيواد ميدان ښار ته نږدي د يوې مسافر وړونکي الوتکي د غورځيدو په پيښي کي سپاره ټول ١١٧ کسان مړه شويدي.
رپوټونه وايي د الوتکي د غورځيدو په مهال په ځمکه هم يو شمير کسان مړه شويدي.
دغه ٧٣٧ بوئينګ الوتکه د اندونيزيا د پلازمېني جاګارتا په لور روانه وه چي له پورته کيدو نه يو دقيقه وروسته وغورځيده او اور يي واخيست.
په الوتکي کي ١١٢ تنه سپرلۍ او پنځه تنه عمله سپاره وو.
د الوتکي د غورځيدو له امله د سيمي يو شمير کورونه او لږ تر لږ ١٠ موټر ويجاړ شويدي. د پيښي د قربانيانو د راايستلو چاري دوام لري.
XS
SM
MD
LG