د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۲۲

د امريکا جمهور رئيس ددوهم ځل لپاره د سمندري توپان ځپلي سيمي ګوري


د امريکا جمهور رئيس جورج ډبليو بوش به نن ددوهم ځل لپاره د کاترينا پنامه توپان ځپلو سيمو ليدنه کتنه وکړي او دا پداسي حال کي ده چي دده په اداري باندي نيوکي کيږي ددغه ستر مصيبت په چارو کي يي سستي کړيده.
ټاکل شوي بوش بۀ د نيواورليز د ښار شمال د لويزيانا ايالت د باټن رووج ښار چي دغه سمندري توپان سخت ځپلئ دئ ، وګوري. تيره شپه حکومت وويل دوي په نيواورلينز کي د څو ورځو بي قانونيو او گډوډيو وروسته نظم او قانون بيرته په ځاي کړيدئ.
د امريکا جمهور رئيس امر کړئ چي د لويزيانا، مسي سي پي او الاباما په ايالتونو کي ددغه توپان څخه د نا معلوم شمير قربانيانو په ياد دي د حکومتي ودانيو د پاسه د امريکي بيرغونه نيم ځوړند وي.
ويل کيږي ددغه توپان او ورپسي د لوټ او غارت له امله نږدي يو ميليون کسان بي ځايه او نږدي ٣٥٠٠٠٠ کورونه وران شوي او دغه راز په ميلياردونو ډالره زيان يي را منځ ته کړيدئ.
XS
SM
MD
LG