د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۴

د عراق اورپکو ددغه هيواد د کورنيو چارو په وزارت باندي حمله کړي


اورپکو نن د عراق د کورنيو چارو په وزارت باندي حيرانونکئ بريد وکړ چي له امله يي دوه تنه پوليس مړه او پنځه نور کسان ټپيان شول.
رپوټونه وايي اورپکو د وزارت له ودانۍ بهر د پوليسو په امنيتي پوستي د توغنديو او ماشينگڼو ډزي وکړي او وروسته وتښتيدل. دا لا معلومه نده چي په بريد کي دي له اورپکو نه هم څوک مړه او يا ټپيان شوي وي.

له بلي خوا رپوټونه وايي د ليري شوي مشر صدام حسين محاکمه بۀ د تلي يا ميزان په ٢٧ مه يعني د اساسي قانون په مسودي باندي له ټولپوښتني نه څلور ورځي وروسته پيل شي.
صدام او د حکومت جګ پوړي ملګري به يي د ١٩٨٢ کال د جولاي مياشتي ډله ايزي وژني په تور چي په صدام باندي له ناکامي وژونکي حملي وروسته يي له ١٤٠ څخه زيات کسان وژلي وو، محاکمه شي.
په عمان کي د صدام د دفاعي ټيم يوه غړي د يکشنبه په ورځ وويل د عراق پخوانئ مشربه ډير ژر د پيژندل شويو عربو او غير عربو مدافع وکيلانوله اوږده لست نه خپل نوي قانوني استازي غوره کړي.
XS
SM
MD
LG