د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۲

د انګلستان لومړئ وزير په پيکنګ کي دئ


د انګلستان لومړي وزير توني بليير نن په پيکنګ کي وويل دئ د دليلونو په اساس خوشبينه دئ چي د چين او اروپايي اتحاديي د سوداګرۍ لانجي ته به د حل يوه لار پيداشي.
بليير د اروپايي اتحاديي او چين تر منځ کلنۍ مشريزي غونډي کي د ګډون لپاره چي سږ کال د چين د نساجۍ د توليداتو له امله پکي لانجي را پورته شوي ، پيکنګ کي دئ.
د اروپا په بندرونو کي د چين نه صادرشوي ميلونونه قلمه مالونه چي اکثره يي ټوکران او جامي دي، پدي دليل بند شوي چي د تير جون مياشت کي د شوي تړون نه يي د صادراتو کچه پورته شويده.
د انګلستان لومړي وزير د چين له جمهوررئيس هوو ژيانتاو سره کتلي او د بليير وياند وايي دواړو مشرانو د هوا د بدلون او په ملګرو ملتو کي د بدلونونو په اړه خبري وکړي.
پدغو خبرو کي دغه راز د اروپايي کميسيون مشر هوزي منويل براسوو، د اروپايي اتحاديي کميشنر پيتر ميندلسن ، د اروپايي اتحاديي د بهرنۍ پاليسۍ مشر هاوير سولانا او د چين د بهرنيو چارو وزير ليي ژاوکزينګ هم برخه درلوده.
XS
SM
MD
LG