د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۹

د وسله والو طالبانو د پرله پسې بريدونو په لړ کې د ولسي جرګې د يوۀ کانديد په ګډون اته تنه پوليس ووژل شول.


افغان مقامات وايي د مشکوکو وسله والوطالبانوپه حملوکې اته تنه پوليس او د ولسي جرګې يو کانديد وژل شوي دي.
نن دهلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د انتخاباتو د يوۀ کانديد حبيب الله جان د کور مخته چاودنه وشوه،نوموړى کانديد روغتون ته ولېږدول شو،ډاکترانو يې يوه پښه چې سخته ژوبله شوې وه،غوڅه کړع خو وروسته يې د کاري ټپونو له امله ساه ورکړه.
په هلمند ولايت کې په يوه بله حمله کې د ديشو ولسوالۍ امنيه قومندان له درو نورو پوليسو او يوه خپل سره ووژل شو.
په زابل کې د موټرو پر يوۀ کاروان د وسله والو طالبانو په بريد کې درې تنه ساتونکي ووژل شول
د افغانستان په زابل کې چارواکي وايي چې مشکوکو وسله والو طالبانو د لاريو پر يوۀ کاروان چې د امريکايي ځواکونو اډې ته يې وسايل لېږدول، بريد وکړ او د هغه درې ساتونکي پوليس يې ووژل.
پېښه پرون وروسته له هغه وشوه چې د دغو موټرو کاروان د زابل ولايت له مرکز کلات څخه روان شو.
په يوه بله پېښه کې وسله والوياغيانو پرون د کابل-کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د پوليسو د څارنې پر يوې پوستې د بريد په ترڅ کې دوه صاحب منصبان ووژل.
XS
SM
MD
LG