د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۹

افغانستان هم د امريکا له سېل ځپلو سره مرسته اعلان کړه


دافغانستان او ايران په ګډون په لسکونو هيوادونو ژمنه کړې چې د امريکا د متحده ايالاتو د کترينا نومي توپان له قربانيانو سره مرسته وکړي.
دافغانستان حکومت دامريکا له توپان ځپليو سره د يولک ډالرو مرستې ژمنه اعلان کړه.
په کابل کې دامريکاد متحده ايالاتو سفيررونالد نيومن يوې غونډې ته چې پکې د امريکا له سېل ځپليو سره دافغانستان مرسته اعلان شوه وويل،د افغانانو دا سخاوت د افغانستان اوامريکا د خلکو ترمنځ د ښواړيکو ثبوت دى.
د کترينا سمندري توپان د روانې سنبلې په اوومه نېټه دامريکا دمتحده ايالاتو نيو ارلينس ښار وځاپۀ او لټکل کېږي چې په زرګونو تنه به يې مړه کړي وي.
XS
SM
MD
LG