د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۴۴

د اسرائيلو دفاع وزارت وايي مصري ځواکونه نن د غزې په پوله کې دېره کېږي


د اسرائيلو دفاع وزارت وايي مصري پوځيان نن د غزې سرحدي سيمې ته لېږدول کېږي.
دې سيمې ته د مصري ځواکونو ورتګ ،له غزېتړانګې څخه د اسرائيلو د وتلو لپاره يو مهم ګام دى. اسرائيلو له غزې څخه د وتلو لړۍ تېره مياشت د ٢١يهودو مېشت ځايونوپه بندولو سره پيل کړه.
له هغه دوه اړخيز تړون سره سم چې تېره اوونۍ لاسليک شو،مصر به له اسرائيلو سره دخپلې پولېکابو اووه نيم سوه عسکر چې په سپکو وسلو سمبال وي ځاى پر ځاى کړي.
XS
SM
MD
LG