د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۳۰

د عراق حکومت د صدام حسين او د هغه د پخواني حکومت اووه تنه محاکمه کوي. د صدام حيسن خپلوانو د هغه لپاره يوه نوې مدافع ډله وګومارله.


د عراق حکومت وايي پخوانى جمهور رئيس صدام حسين او د هغه اووه نژدې مقامات به د تلې په اووه ويشتمه نېټه،پر اساسي قانون تر ټولپوښتنې څلور ورځې وروسته محاکمه شي.
دا خبره د عراق د حکومت ويندوى ليث کوبه نن يوې خبري غونډې ته وکړه.
صدام حسين او د هغه اووه ملګري به د عراق دځانګړې محکمې له لورې د دوجيل کلي د ١٤٣ تنو د ډلوژنې په تور محاکمه شي.
دوجيل د بغداد په شمال لويديځ کې دى او هلته د صدام حسين د وژلو لپاره ناکامه هڅه شوې وه.
له بلې خواد صدام خپلوانونن وويل چې دوى د پخواني ولسمشر تر راتلونکې محاکمې وړاندې يوه نوې مدافع ډله ګومارلې ده.
XS
SM
MD
LG