د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۱

د بريتانيايي انجنير مړى نن (شنبه) په هرات ولايت کې وموندل شو


د افغانستان د کورنيو چارود وزارت ويندوى لطف الله مشعل تائيد کړه چې بريتانيايي انجنير ديويد ادسن وژل شوى دى.
ښاغلي مشعل آزادۍ راديو ته وويل چې د نوموړى بريتانياوال مړى نن د نړيوالو او افغاني ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د هرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ په زېر کوه سيمه کې وموندل شو.
ديويدادسن تېره اوونۍ وروسته له هغه وتښتول شو چې وسله والو کسانو ورباندې بريد وکړ. په نوموړي بريد کې درې تنه افغان پوليس وژل شوي ول.
XS
SM
MD
LG