د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۱

په کابل کې ډاکترانو تائيد کړه چې د کابل - کندهار د لويې لارې په اوږدو کې موندل شوي مړي د دوو جاپاني سيلانيانو دي


افغان ډاکترانو نن وويل چې د يوې ښځې او يوۀ سړي مړي چې د افغانستان په جنوب کې موندل شوي ول،دهغو دوو جاپاني سيلانيانو دي چې څه موده مخکې د افغانستان او پاکستان په پوله کې بې درکه شوي ول.
په کابل کې د روغتون رئيس احسان الله حليمي وويل چې د دۀ تر مشرۍ لاندې روغتون د دغو دوو جاپانيانو عدلي معاينه وکړه ، د هغوى هويت يې جوت کړ او ورته څرګنده شوه چې دواړه ويشتل شوي دي.
د هغوى مړي د کندهار- کابل لويې لارې ته نژدې په يوه دښته کې وموندل شول او د جمعې په ورځ د عدلي معاينې لپاره کابل ته واستول شول.
.
XS
SM
MD
LG