د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۴۷

وسله وال طالبان وايي د يوه کانديد او يوه ولسوال په ګډون يې پنځه تنه له برمته کولووروسته وژلي دي


پوليس وايي مشکوکو وسله والو طالبانو د افغانستان په جنوب کې يو ولسوال،د ولسي جرګې د راتلونکيو انتخاباتو يو کانديد او درې تنه نور وروسته له هغه برمته کړل چې د هغوى پر موټر يې بريد وکړ.
د کندهار د غمرک ولسوالۍ امنيه قومندان باچا خان وويل د دې ولسوالۍ ولسوال نواب خان او د ولسي جرګې کانديد محمد يعقوب او درې تنه نور د کندهار ښار په شمال لويديځ کې د سړک له سره پرون ناوخته وتښتول شول.
تراوسه جوته نه چې درې تنه تښتول شوي کسان پوليس ول که عادي خلک.
پوليسو د هغوى دموندلو لپاره پراخ عمليات پيل کړي دي.
عبداللطيف حميمي چې ځان د وسله والو طالبانو ويندوى ښيي، د دغو کسانو د برمته کولو مسووليت په غاړه اخيستى دى.
هغه آزادۍ راديو ته وويل چې پنځه واړه يې وژلي،خو تر اوسه نورو سرچينو د نومړي خبره تائيد کړې نه ده.
XS
SM
MD
LG