د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۰۷

دافغانستان په جنوب کې دوه مړي ميندل شوي چې گمان کيږي دهغو جاپانيانو به وي چې څو اونۍ مخکې په سيمه لادرکه شوي وو ٠ دپاکستان اسلام پاله سياسي ډلو ددغه هيواد او داسرائيلو دبهرنيو چارو وزيرانو پرونۍ غونډه غندلې ده ٠ په داسي حال کې چې دامريکا په جنوب ، نيواورليانز ښار کې بي نظمي او گډوډيو پراختيا موندلې ، په دغې سيمه کې له يو پياوړي توفان او سيلاوونو ژغورل شوي کسان له اوبو ، خوراکي موادو، او بريښنا پرته شپې ورځې تيروي ٠


دافغانستان په جنوب کي دوه مړي ميندل شوي چې گمان کيږي دهغو جاپانيانو به وي چې څو اونۍ مخکې په سيمه لادرکه شوي وو ٠
_____________________________________________________________

دافغانستان دحکومت چارواکي وايي چې دهيواد په جنوب کي دوه مړي ميندل شوي چې گمان کيږي دهغو جاپاني سيلانيانو دي چې څو اوني مخکي په دي سيمه کي لادرکه شوي وو ٠

دغه مړي پرون په کندهار ولايت کې ميندل شوي دي ٠

دکندهار والي اسدالله خالد وايي چې له دغو مړو سره کومي هويت پاڼي نه دي ميندل شوي خو ديو نارينه مړي جاپانۍ ښکاري ٠
بل مړي چې دښځي دي نه دي پيژندل شوئ ٠

دکندهار والي وايي : داسي ښکاري چې دغه کسان څو ورځي مخکي وژل شوي دي ٠
خو دانه ده څرگنده چې دغه کسان څرنگه وژل شويد ي ٠

په کابل کي دجاپان دسفارت چارواکو ويلي دي چې دوي په فوري توگه دانه شي ويلاي چې دغه کسان به جاپانيان وي ٠
دغه دواړه کسان چې څه دپاسه دري اونۍ مخکي له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتي وو ، په دي موده کي بيا نه چا ليدلي وو اونه له دوي څخه څه اوريدل شوي وو ٠
دپاکستان اسلام پاله سياسي ډلو ددغه هيواد او داسرائيلو دبهرنيو چارو وزيرانو پرونۍ غونډه غندلي ده ٠
___________________________________________________________
دپاکستان په ملي اسامبلۍ کي دحکومت دمخالفو سياسي ډلو استازو ددغه هيواد او داسرائيلو دبهرنيو چارو وزيرانو ترمينځ پرونۍ غونډه غندلې او داعتراض په توگه نن دپارلمان له ودانۍ څخه بهر شوي دي ٠

دمتحده مجلس عمل ايتلاف لخوا دغه اعتراض وروسته له دي شوئ چې دپاکستان او اسرائيلو بهرنيو چارو وزيرانو خورشيد قصوري او سيلوان شالوم ددواړو هيوادونو ترمينځ لومړي داشان غونډه کي ، پرون په ترکيه کي سره وليدل ٠

دپاکستان بهرنيو چارو وزير خورشيد قصوري نن وويل چې په دغه گام سره به پاکستان وکولاي شي چې دمنځني ختيح دکړکيچ دحل لپاره فعاله ونډه واخلي ٠

دپاکستان چارواکي وايي چې له غزي څخه داسرائيلو وتلو چې تيره اونۍ ترسره شول ، اسلام آباد ديته وهڅاوه چه دغه گام پورته کړي ٠

خو بلي خواته دپاکستان جمهور رئيس پرويز مشرف ويلي دي : ترڅو چې دفلسطينانو خپلواکه او مستقل دولت نه وي رامينځ ته شوے اسلا م آباد به له تل ابيب سره بشپړي ديپلوماتيکي اړيکي ونه لري ٠
په داسي حال کي چې وسله والو کسانو نن په بغداد کي دجمعي په دلمانځه په مهال دسني عراقيانو په يو جومات کي په خلکو ډزي کړي دي دامريکا اردو وايي چې دري نور امريکا يي عسکر په دي روستيو ورځو کي عراق وژل شوي دي ٠
_____________________________________________________________

دعراق پوليس وايي چې ناپيژندل شويو وسله والو کسانو نن په بغداد کې دجمعي دلمانځه په مهال دسني عراقيانو په يو جومات کي په خلکو ډزي کړي دي ٠

رپوټونه وايي دوه کسه ددغو بريدونو له امله مړه او څلور نور ټپيان شوي دي ٠

بلي خواته دامريکا اردو نن وويل چې دري نور امريکايي عسکر په عراق کي وژل شوي دي ٠

امريکايي پوځيان وايي چې دوه عسکر پرون په بغداد کي ديو بم دچاودني له امله مړه شوي او دريم عسکر وړمه ورځ دبغداد په جنوب کي دسپکو وسلو ديو بريد له امله وژل شوي دي ٠

په داسي حال کي چې دامريکا په جنوب ، نيواورليانز ښار کي بي نظمي او گډوډيو پراختيا موندلي ، په دغي سيمه کي له يو پياوړي توفان او سيلاوونو څخه ژغورل شوي کسان له اوبو ، خوراکي موادو او بريښنا پرته شپي ورځي تيره وي ٠

دکاترينا په نامه توفان او سيلاوونو له امله چې دتيري دوشنبي په ورځ دغه سيمه ورسره مخ شوه نژدي يو مليون کسان له خپلو کورونو بي ځايه شوي دي ٠
دمرگ ژوبلي په هکله کومه رسمي شميره نه ده خپره شوے ، خو داسي گمان کيږي چې زرگونه کسان به مړه شوي وي ٠

په داسي حال کي چې بي نظميو او له قانون څخه سرغړوني پراخه شوي دي دلويزيانا دايالت والي غلو او لوټمارو ته گواښ کړئ چې دنيواورليانز په ښارکي دملي گارد عسکرو ته امرشوئ چې دضروت په حالت کي دنظم او قانون دساتلو لپاره په دوژلو په هدف ډزي وکړي ٠

دامريکا جمهور رئيس جورج بوش له بي ځايه شويو خلکو غوښتنه کړے چې صبر او حوصله دي وکړي ٠
دامريکا جمهور رئيس وايي :
دسيمي رغاونه داوږدي مودي زيارونه ، سخت کار صبر او حوصله او کلک تصميم غواړي ٠
دغه کار ډير مالي لگښت هم غواړي ، فدرالي حکومت به خپله برخه زيارونه وکړي خو شخصي سکتور هم بايد خپلي هلي ځلي وکړي ٠

دامريکا جمهور رئيس غواړي نن ددغي مصيبت ځپلي سيمي ليدنه وکړي ٠
XS
SM
MD
LG