د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۱۱

يو برتانوئ انجنير او ورسره ترجمان په افغانستان کې برمته نيول شوي دي ٠ دبغداد او شاوخوا سيمو زرگونه کسانو نن دهغو نژدې زرکسانو دجنازي او تدفين په مراسمو کي برخه اخيستې چې پرون دعراق پلازمينه کې مړه شول ٠ دمتحدو ايالاتو په جنوب کې دسيلۍ اوورانوونکو سيلاوونو په نتيجه دبي نظميود مخنيوي لپاره ، دنيواورليانز ښاروال يو نيم زرپوليس په دې گمارلي چې امنيت ټينگ او دغلا او لوټمارۍ مخه ونيسي ٠


دبغداد او شاوخوا سيمو زرگونه کسانو نن دهغو نژدي زرکسانو دجنازي او تدفين په مراسمو کي برخه اخيستي چې پرون دعراق پلازمينه کي مړه شول ٠

دغه لوي وير او مرگ ژوبله پرون هغه مهال رامينځ ته شو ه ، کله چې زرگونو کسانو چې غوښتل يي په بغداد کي په يو لړ شيعه مذهبي مراسمو کي برخه واخلي ، ددجلي دسيند ديو پله دپاسه دټمباټيل او وارخطايي په مهال دپښو لاندي ، سيند ته لاهو او مړه شول ٠

داسي ښکاري چې ددغې اله گولې او ټمباټيل لامل هغه ډنډوره چې په خلکو کي خوره شوه او ويل يي چې ددوي په مينځ کي له بمونو ډک يو موټر دي ٠

دعراق صدراعظم ابراهيم الجعفري ددفاع او روغتيا وزيرانو په ملگرتيا په بغداد کې دکاظميي دروغتون چيرته چې اکثړ مړي او ټپيان وړل شوي ليدنه کړے ده ٠

په مړو کسانو کي اکثر ښځي او کوچنيان دي ٠

دغه غميزه او وير دامام موسي کاظم دشهادت دکلني مراسمو په مهال رامينځ ته شوئ ٠

چې زيارت يي په کاظمينو يي پيژندل کيږي ٠

دمتحدو ايالاتو په جنوب کي دسيلۍ اوورانوونکو سيلاوونو په نتيجه دبي نظميو د مخنيوي لپاره ، دنيواورليانز ښاروال يو نيم زرپوليس په دي گمارلي چې امنيت ټينگ او دغلا او لوټمارۍ مخه ونيسي ٠

ښاروال راي ناگين پوليسو ته ويلي دي چې په هغو سيموکي دي خپلي گزمي گڼي کړ ي چيرته گڼ خلک اوسي هوټلونه او روغتونونه دي ٠

دروغتيا چارواکي خبرداري ورکوي چې ناپاکے او چټلے اوبه کيداي شي دخلکو روغتيا ته لوي گواښ جوړ کړي ٠

چارواکي داويره لري چې سلگونه او يا احتمالا زرگونه کسان به دلويزيانا ،ميسيسيپي په ايالاتونو او د مکسيکو دخليج په نورو برخو کيداي شي مړه شوي وي ٠

دغه سيمه دکاترينا په نوم يوے سيلي سره چې دباد سرعت يي په ساعت کي دوه سوه پنځه ويشت کيلومتره وو مخ شوي او داوبو سطحه يي ترنهو مترو پورے لوړه کړے ده ٠
دامريکا جمهور رئيس جورج بوش چې پرون يي دوير ځپلي سيمي ليدنه کړے دغه سيلۍ او سيلاوونه يي دهيواد په تاريخ کي بيسارئ طبيعي مصيبت گڼلئ دئ ٠

سلگونه کسان نن دروسي په جنوب کي د شمالي اوسيتيا دجمهوريت دبيسلان ښار په يو ښوونځي دشاگردانو دبرمته نيول کيدو دغميزے دکلني ياد په مناسبت سره راټول شول چې په نتيجه کي يي تيرکال دري سوه يو ديرش کسه چې اکثرکوچنيان او هلکان ووژل شول ٠

نن په هغې ټاکلي نيټه او وخت کله چې تير کال هغه مهال برمته نيوونکي دبيسلان شار ددغه ښوونځي وداني ته ننوتي وو او هلته يي يو زرسل کسه زده کوونکي او ددوي ميندي پلرونه برمته نيولي وو ، زنگونه وغږول شول ٠

تيرکال دبرمته نيوني دغه پيښه له دري ورځو وروسته هغه مهال پاي ته ورسيده چې دننه په ښوونځي کي دچاودنو غږونه اوريدل کيږي او روسي ځواکونه يي په وداني ورننوتل ٠

په مړو او ټپيانو کي زيات شمير کوچنيان وو ٠

دورته بلي داشان پيښي دانديښنو له امله ،نن په دغه ښار کي ټينگ امنيتي تدابير نيول شوي وو ٠

دځينو وژل شويو کسانو ميندے پلرونه په چارواکو تورلگوي چې ددوي دناوړه چلند له امله مرگ ژوبله دي حد ته رسيدلے وه ٠

دافغانستان دپوليسو ديو چارواکي له خولي ويل شوي دي چې يو برتانوي انجنير او ورسره افغان ترجمان دهيواد په لويديځ کي له يو بريد وروسته دمشکوکو طالب اورپکو لخوا برمته نيول شوي دي ٠

اسوشيتد پرس خبري آژانس دامنيه قوماندان علاوالدين نورزي له خولي وايي چې د\\ غه برتانوي انجنير له هغي کمپڼئ سره کاوه چې دکندهار او هرات لويه لاره جوړه وي ٠

دهغو کوچنيانو چې تيرکال دغه مهال دروسي په جنوب کي دبيسلان ښار په يو ښوونځي کي له برمته نيول کيدو وروسته مړه شول ، ددوي ميندو پلرونو او خپلوانو نن وويل چې ددغي پيښي دواقعي تحقيقاتو په اړه ددوي هيلي شليدلي او غواړي کوم بل هيوادته پنا يوسي ٠

په هغه يو ليک کي چې ددغي ويرجني پيښۍ دکلني ياد په مناسبت نن دهيواد چارواکو ته ليکل شوئ ،او په دغه ښووني کي ولوستل شو راغلي چې دقربانيانو کورني او خپلوان غواړي داسي يو هيواد ته پناه يوسي چيرته چې دبشري حقوقو درناوئ کيږي ٠

سلگونه ويرجن کسان تيرکال دچينچني اورپکو لخوا دبرمته نيوني ددغي پيښې دورځي په مناسبت نن په بيسلان ښار کي سره راټول شوي وو ٠

دبرمته نيوني دغه پيښه له دري ورځو وروسته هغه مهال پاي ته ورسيده چې دننه په ښوونځي کي دچاودنو غږونه اوريدل کيده او روسي ځواکونه په وداني ورننوتل ٠
XS
SM
MD
LG