د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۰۵

په بغداد کي په سلګونو کسان د مذهبي مراسمو په مهال مړه شوي


لږترلږه ٦٠٠ کسان نن هغه مهال په بغداد کي مړه او زيات شمير نور ټپيان شول چي په سلګونو شيعه مسلمانانو د دجلي د سيند د پاسه يوه پله باندي د تيريدو په مهال ټيل ماټيل جوړ کړ.
په زرګونو شيعه مسلمانان د خادميه ګانډ کي د امام موسئ زيارت ته د مذهبي مراسمو په مقصد راټول شوي وو.
يو شمير کسان د دجلي سيند ته هم غورځيدلي او په اوبو کي ډوب شويدي.
د عراق د پوليسو جنرال خالد حسن وايي له ٣٠٠ نه زيات کسان هغه وخت مړه شول چي د دجلي د سيند د پاسه يو پل د خلکو د ګڼي ګوڼي له امله ونړيد.
د عراق د روغتيا وزارت مرستيال جليل ال شوماري وايي د خلکو ټيل ماټيل هغه مهال پيل شو چي خلکو د دوو ځان وژونکو د حملي اوازي پورته کړي.
ځيني رپوټونه وايي د خلکو تر پښو لاندي کيدل او ټيل ما ټيل هغه مهال پيل شو چي زيارت ته نږدي د توپونو ګولۍ ولګيدلي. په دغو ډزو کي لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG