د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۵۰

د پاکستان د بلوچستان په ايالت کي بمي چاودنه شوي


پاکستاني چارواکي وايي د بلوچستان ايالت کي پوځي تاسيساتو ته نږدي يوه بمي چاودنه شوي چي له امله يو لاروئ مړ او دوه تنه سرتيري او يو ملکي ټپيان شويدي.
د پوليسو مشر طاهرکاسجي وايي په ټپيانو کي يو يي د بمي چاودني مشکوک دئ او د پوليسو په بند کي دئ.
ددغي چاودني پړه چي د بلوچستان په ماستونګ کي شوي تر اوسه چا په غاړه نده اخيستي.
پاکستان په بلوجستان کي د حکومتي ودانيو او تاسيساتو د ساتني په مقصد زيات شمير سرتيري او پوځيان ځاي په ځاي کړي او د قومي خلکو له خوا پدغو تاسيساتو کله نا کله حملي کيږي.
XS
SM
MD
LG