د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۰۳

د خبرونو ژباړونکئ او وياند: جان آقا الکوزئ د هند لومړي وزير له افغانستان سره د مرستي پخلئ وکړ


د هند لومړي وزير منموهن سنګ چي د افغانستان په سفر بوخت دئ نن يي وويل په افغانستان کي ددي خبري ډاډ حاصليدو پکار کي چي دغه هيواد به بيا د تروريزم منګلو ته نه غورځي هند چمتو دئ له افغانستان سره مرسته وکړي .
سنګ د افغانستان د پارلمان د نوي ودانۍ د بنسټ د ډبري ايښودلو په مهال چي د هند په مرسته جوړيږي، خبري کولي.
ده وويل ډموکراسۍ د نړيوال تروريزم په مقابلي کي مرسته کوي:

،،مونږ چمتو يو د افغانستان له حکومت او خلکو سره مرسته وکړو ددي خبري ډاډ حاصل کړي چي افغانستان به هيڅکله هم بيا د ترهګر په برمته کي نه لويږي او د تروريستانو د پټيدا په ځاي بۀ نه بدليږي.،،

له بلي خوا د امريکا پوځ وايي د کندهار ولايت په يوې نښتي کي د طالبانو يو جګ پوړئ مشر پائي محمد وژل شويدئ.
XS
SM
MD
LG