د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۷

د جرمني د دفاع وزير د افغانستان شمال ته تللئ دئ


د جرمني د دفاع وزير پيتر شتروک نن د افغانستان په شمال کي د جرمني ځواکونو اډي ته رسيدلئ. دئ پداسي حال کي دغه پوځي کمپ ته رسيدلئ چي دوه ورځي وړاندي پري د توغنديو حمله شوي وه.
د شنبه په ورځ د توغندي د لګيدو له امله يو تن ټپي شوئ و. د توغندي د لګيدو په مهال پيتر شتروک د پوځي کمپ نه ١٥٠ کيلو ميتره ليري کندز ښار کي و.
جرمني د ناتو تر مشرۍ لاندي امنيت ساتني نړيوال غزيدلي ځواګ کي له ٢٠٠٠ زيات سرتيري لري او د سنبلي د ٢٧ مي نيټئ پارلماني انتخاباتو د امنيت په کار کي مرسته کوي.
د جرمني د خبر رسولو آژانس DPA وايي د جرمني د دفاع وزير غواړي په افغانستان کي د خپلو سرتيرو شمير دري زرو ته لوړ کړي.
XS
SM
MD
LG