د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۰۲

هند او پاکستان نن په نوي ډهلي کي د نشه يي توکو د قاچاق، تروريزم او په دواړو هيوادو کي د يو بل بنديانو په مسلو خبري پيل کړي.


دغه خبري د دواړو هستوي طاقت لرونکو سيالو هيوادونو تر منځ د سولي د عمليي او د مياستي په سر کي د هستوي مسلو ، د وسلو دسيالۍ او د هيوادونو تر منځ د سوداګرۍ خبرو يوه برخه ده.
د هيوادونو تر منځ د بندي شويو اتباعو مسله ځکه را پورته شوي چي د پاکستان ستري محکمي په رواني مياشت کي د هند يو تبعه په لاهور کي د بمي چاودنو په تور د اعدام په سزا محکوم ګړ چي له امله يي په هند کي مظاهري را وپاريدلي.
هندي استازي وايي دوي به له پاکستان نه په کلکه وغواړي چي د تروريزم ضد جګړي کي همکاري زياته کړي او د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي په اړه بۀ د همکارۍ کارونو ته رسمي بڼه ورکړي.
XS
SM
MD
LG