د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۹

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير د فلسطينيانو د حملو په مقابل کي د غچ اخيستني ګواښ کړئ


د اسرائيلو د بهرنوي چارو وزير نن وويل که چيري فلسطيني مبارزين د غزي له تړانګي نه د اسرائيلي د وتلو په درشل کي په اسرائيلو حملي وکړي دوي به يي غچ واخلي.
سلوان شلوم نن وروسته له هغي خبري وکړي چي د اسرائيلو په جنوبي ښار بيشيبا کي يوه فلسطيني ځان وژونکي بمي چاودنه وکړه او يو شمير کسان يي ټپيان کړل.
شلوم دغه راز وويل اسرائيل به تر هغي پوري د نړيوالو له خوا د رامنځ شوي سولي پلان يا سړک نقشي په هکله خبرو ته کينني چي فلسطيني چارواکي د حماس ډله ونه ځپي.
په يوه بل جلا خبر کي دلويديځي غاړي د نابلوس ښار کي د يوې چاودني له امله دوه تنه فلسطينيان ووژل شول.
رپوټونه د فلسطين د پوليسو يوه چارواکي په حواله وايي داسي بريښي چي چاودنه يو تصادف و. مړه شويو کسانو د زړو اوسپنو لټون کاوه چي کومه آله پري وچاوديدله.
XS
SM
MD
LG