د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۱۱

نړيوالي ټولني د عراق د نوي اساسي قانون د مسودي د بشپړيدو له امله خوښي ښودلي


د سني مسلمانانو له مخالفت سره سره د عراق د اساسي قانون د مسودي په برابريدو سره نړيوالي ټولني خوښي څرګنده کړي ده.
د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس جورج ډبليو بوش د عراق د اساسي قانون د تسويد د کميټي د غړو ستاينه وکړه چي د ترهګرو د ګواښونو په وړاندي يي زړورتيا ښودلي :
،،د عراق خلکو يو ځل بيا نړۍ ته وښودله چي خپلو تاريخو آزميښتو ته ژمن دي. دغه سند چي دوي برابر کړئ د مذهب، اسمبلي ، ضمير او عقيدي پشمول د بشري حقونواو آزاديود بنسټونو ساتنه کوي.،،
د اساسي قانون وروستۍ مسوده د يکشنبه په ورځ د عراق په پارلمان کي ولوستل شوه خو پارلمان پري راي ورنکړي. ددغه سند په سر د څو اوونيو په موده کي کردانو، شيعه اوسني مسلمانانو سختي خبري اتري هم کړيدي.
د عراق سني مسلمانان لا تراوسه ددغه سند له امله خوښ ندي او پرون يي د ملګرو ملتونو او عربي اتحاد د مداخلي غږ وکړ.
بوش د سني عربو غوښتنه بي اهميته وبلله او ويي ويل دا طبيعي ده چي د سياسي عمليي په سر چي تر اوسه بشپړه شوي نده، اختلافات دي موجود وي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي کوفي عنان د عراق د اساسي قانون د مسودي بشپړيدل د عراقي عمليي نتيجه وبلله.
اروپايي چارواکو هم ددغه سند بشپړيدل ستايلي دي.
XS
SM
MD
LG