د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۴۹

د کاترينا پنامه سمندري توپان به نن د امريکا د جنوبي ساحل غاړي ووهي


د امريکا په جنوب کي د نيواورلينز له ښار نه په زرګونو کسان د ستر توپان له رسيدو مخکي خپل کورونه پريږدي.
د کاترينا پنامه توپان اوس د مکسيکو په سمندرګي کي دئ او د باد سرعت يي په ساعت کي ٢٦٠ کيلومتره دئ. تمه ده چي دغه توپان به د نن ورځي په وروستيو کي نيواورلينز ته ورسيږي. توپان به دښار ټيټي پرتي سيمي ووهي او سخت سيلاونه به پکي وبهيږي.
د نيواورلينز ښاروال د ښار له يو ميلوين زياتو اوسيدونکو نه غوښتي چي خپل کورونه دي پريږدي. په زرګونو کسان چي له ښاره نشي وتلاي په سپورتي لوبغالي کي ځاي په ځاي شوي دي. چارواکي وايي دغه کسان به له توپان نه ژوندي پاته شي.
په سيمه کي د تيلو او غاز تاسيسات هم تر ګواښ لاندي دي.
XS
SM
MD
LG