د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۷

ولسمشر کرزي د هند له صدراعظم سره له خبرو وروسته د هند او پاکستان ترمنځ سوله دسيمې لپاره حياتي وبلله


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د هند له صدراعظم من موهن سينګ سره د سيمې پر امنيتي حالاتو او ترهګرۍ خبرې وکړې.
ولسمشر کرزي له ښاغلي سينګ سره په يوه خبري ناسته کې وويل، د هند او پاکستان ترمنځ سوله دسيمې لپاره حياتي ده.
هغه د ترهګرۍ دځپلو لپاره د درو واړو هيوادونو دهمکارۍ غوښتنه وکړه. دهند لومړي وزير د خپل دې سفر په ترڅ کې له افغانستان سره د پنځوس مليون ډالرو تازه مرستې اعلان وکړ.
هند تر دې مخکې له افغانستان سره د پنځه سوه مليون ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.افغانستان ته د من موهن سينګ سفر په تېرو کابو دېرشو کلونو کې د هند د لومړني صدراعظم سفر دى.هغه به سبا د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د بنسټ ايښودلو په مراسمو کې چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شا په لاس ږدول کېږي ،ګډون وکړي
XS
SM
MD
LG