د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۲:۰۵

په تهران کې يو قاضي ووژل شو


د ايران د عدليې وزير وايي،يوه وسله وال نن په تهران کې يو قاضي وويشت.
دغه قاضي د فساد او اختلاس د دوسيو د څېړلو مسووليت په غاړه درلود. دايران د خبري آژانس ايرنا له راپور سره سم قاضي محمد رضا آغازاده د تهران په لويديځ کې د کرج ولسوالۍ ته نژدې دمځکو د انتقال د لويې معاملې قضيې پر مخ بېولې.
XS
SM
MD
LG