د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۳۱

ولسمشر بوش د عراق په وړاندې د امريکايانو د زغم غوښتنه وکړه


د امريکا ولسمشر جارج ډبليو بوش له امريکايانو څخه وغوښتل چې د عراق د حالاتو په وړاندې زغم وښيي.
ولسمشر بوش پخپله اوونيزه راديويي وينا کې همدا راز خبردارى ورکړ چې په عراق او (پراخ منځني ختيځ) کې به د امريکا د متحده ايالاتو هلې ځلې نورو سرښيندنو او قربانيو ته اړتيا ولري.
هغه دا خبرې په داسې وخت کې وکړې چې د عراق د جنګ مخالفانو او موافقانو،دواړو د ولسمشر بوش د تکزاس استوګنځي ته نژدې تبليغاتي غونډې جوړې کړې وې.
په داسې حال کې چې په عراق کې نولس سوه امريکايي پوځيان وژل شوي ،پرولسمشر بوش له عراق څخه د ځواکونو د ايستلو په خاطر فشار مخ پر ډېرېدو دى.
XS
SM
MD
LG