د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۱۹

په اتومي چارو کې د ايران مرکچي وايي چې د دغه هيواد سخت دريځى ولسمشر د اتومي پروګرام لپاره نوي وړانديزونه لري


په اتومي چارو کې د ايران جګپوړي مرکچي نن وويل چې د ايران دسخت دريځي ولسمشر نوي وړانديزونه به د هغه څه لارښوونه وکړي چې دۀ د ايران د اسلامي جمهوريت د اتومي پروګرامونولپاره مهم وبلل.
د ايران خبري آژانسونو د علي لاريجاني له قوله ويلي چې احمدي نژاد نوي نوښتونه لري او تفصيل به يې ژر اعلان شي.
لاريجاني اشاره وکړه چې په دې نوښت کې ممکن دا خبره هم شامله وي چې نړيوال د ايران په اتومي خبرو کې ګډ شي.
دم ګړۍ بريتانيا ، جرمني او فرانسه له ايران سره په دې موضوع په خبرو بوخت دي.لاريجاني وويل چې اروپايي هيوادونه د ټولو ملتونو استازيتوب نه شي کولى.
ده وويل د چين او روسيې په شان هيوادونه بايد له خبرو څخه څنډې ته پرې نه ښودل شي.
XS
SM
MD
LG