د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۸

د امريکا پوځ وايي په پکتيکا کې يې يو سر تېرى وژل شوى او څلور نور ژوبل شوي دي


امريکايي پوځ وايي چې يو عسکر يې په پکتيکا ولايت کې وژل شوى او څلور نور ژوبل شوي دي.
د امريکا پوځ په يوه اعلاميه کې وويل دا سرتېري د پکتيکا ولايت په خير کوټ ولسوالى کې په ګزمه بوخت ول چې د سړک د غاړې بم يې زغر ګاډى وروواهه.
تر دې کابو يوه اوونۍ وړاندې په زابل ولايت کې په ورته پېښه کې څلور امريکايي پوځيان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي ول.
XS
SM
MD
LG