د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۲۸

ناټو غواړي دوزره پوځيان تر چهارشنبه افغانستان ته واستوي


د ناټو تړون وايي ، ددې تياريانې نيسې چې تر راتلونکې چهارشنبه دوه زره پوځيان افغانستان ته واستوي. د ناټو سرمنشي يپ دې هوپ شفر په يوه بيان کې وويل ، نوي پوځيان به په افغانستان کې د ناټو د نه زره عسکرو مځکنى او هوايي ملا تړ وکړي ترڅو د وږي په اوه ويشتمه انتخابات په خوندي چاپيريال کې تر سره شي.
پرون د ناټو د سر منشي تر څرګندونو مخته د انتخاباتو د ګډ تنظيم مشر پيتر ايرن ويلي و ، امنيتي وضعيت ښه دى خو ډاډمن نه دى او نوموړي خبردارى ورکړ د شخړو زياتيدل ښايي انتخابات ګډوډ کړي.
XS
SM
MD
LG