د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۲۰

د عراق د اساسي قانون د مسودې پر سر خبرې د يوې ورځې لپاره وځنډيدې


د عراق د اساسي قانون پر مسودې بحث د يوې بلې ورځې په مخه اوږد شو ترڅو د سنيانو د استازو ملاتړ هم تر لاسه شي.
د پارلمان مشر حجيم الحسني د سلا مشورو د اوږديدو اعلان وکړ، تيره شپه وروستى مهلت و چې په پارلمان کې د اساسي قانون پر مسودې رايي اچول شوې واى ، الحسني وويل :
(( نن به ددغو خبرو اترو د نتايجو د تر لاسه کولو لپاره بحث وشي ، ټول به حاضر وي ، کردي اړخ که نور عراقيان دي او بيا به له دې وروسته وړانديزونه ايتلاف ته مخته شي ، البته دې خبرو ډير وخت ونيو خو موږ يوې بلې ورځې ته ضرورت لرو ترڅو داسې نتيجې ته ورسيږو چې ټولو ته د منلو وړ وي او د اساسي قانون تياريدل ايجابوي چې وخت ونيسي))
الحسني زياته کړه که چيرته استازي کومې نتيجې ته ونه رسيدل اوسنۍ مسوده به چې د پارلمان شيعه او کردي غړي يې ملا تړي د تلې په درويشتمه د ټول پوښتنې لپاره وړاندې شي
XS
SM
MD
LG