د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۵۳

د فرانسې په پلازمنې کې د اورلګيدو له امله تقريبا څلويښت تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي


وولس کسان د لږ تر لږ څلورو کوچينيانو په ګډون نن په پاريس کې د اور لګيدو له امله ووژل شول. مامورين څرکندوي چې دوه ويشت کسان د اور د لمبو له امله ټپيان شوي هم دي دغه اور د پاريس په ديارلسمه ناحيه کې په يوه اووه پوړيزه ودانۍ کې ولګيد . د رپوټونو پر بنسټ په ودانۍ کې کډوال اوسي چې ډيرى يې افريقايان دي.
د فرانسوي مامورينو په وينا تر دوه سوه ډير اور وژونکي سيمې ته د اور د مړه کيدو لپاره ورغلي دي. تر اوسه د اور د لګيدو علت نه دى څرګند شوى.
XS
SM
MD
LG