د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

خبرونه

د ايران د اتومي تسهيلاتو د لانجې پر سر نن د ايران او د نړيوالې اتومي انرژۍ تر منځ خبرې کيږې

د ملګرو ملتو څار ډله څرګندوي، د ايران د اتومي برخې مشر مرکه چي به نن ددغې ډلې له مشر سره خبرې وکړي.

رويټرز خبري سرچينه د وياندې ماليسا فليمنګ په وينا ليکي ، علي لارجاني به په ويانا کې د ملګرو ملتو د اتومي انرژۍ له مشر محمد البرادعي سره خبرې وکړي.
دا خبرې د البرادعي له لورې د وږې په دولسمه د ايران په اړه د رپوټ تر خپريدو مخته تر سره کيدونکي دي . د ملګرو ملتو د اتومي انرژۍ موسسې له ايران څخه غوښتې دي چې د اتوم د سون په موادو پيل شوى کار چې تيره مياشت يې شروع کړ ودروي کنه د وږي په دولسمه به رپوټ خپور کړي خو ايران دا وړانديز رد کړى دى.
پرون لارجاني وويل ، ايران نور ددې اړتيا نه ويني چې د اتومي تسهيلاتو پر سر دې يوازې له بريتانيا ، فرانسې او جرمني سره وژغيږي.
تهران وايې ، دوى دا حق لري چې د سوله اييزو مقاصدو لپاره اتومي بټۍ فعاله کړي او دا تورونه ردوي چې اتومي وسلې جوړوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

راپورونه: طالبانو کابل کې ۳ معترضې خویندې او د دوی ورور نیولي

د افغانستان په نقشه کې کابل ولایت
د افغانستان په نقشه کې کابل ولایت

د راپورنو پر بنسټ، طالبانو د کابل په دشت برچي سیمه کې درې معترضې خویندې له یو ورور سره نیولي دي.

د دې کسانو خور تمنا رضايي نن ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې خویندې يې د ښځو لپاره د دعدالت غوښتنې غورځنګ غړې وې چې د چهارشنبې په ورځ له خپل کوره نیول شوې دي.

د اغلې رضايي په خبره، د خپلو خویندو ازاده، نادیه او الهه او ورور يې یحیي رضايي له برخلیکه خبر نه دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې کسانو د نیول کیدو په اړه ازادي راډيو ته ویلي چې په دې اړه به معلومات وکړي.

د دغو معترضو ښځو د نیول کیدو ادعاوې په داسې حال کې دي چې واک ته د طالبانو له راستنیدو راهیسې د ښځو د حقونو ډیر شمیر فعالان د طالبانو له خوا نیول شوي او زنداني شوي دي چې یو شمیر لا هم د طالبانو په بند کې دي.

اسراییلو نن هم پر غزې هوایي او ځمکني بریدونه کړي

د اسراییل یوه جنګي الوتکه
د اسراییل یوه جنګي الوتکه

اسراییلو نن هم پر غزې هوايي او ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د رویترز د راپور پر بنسټ، په دې بریدونو کې په لسهاوو کسان وژل شوي دي.

په راپور کې د فلسطیني او اسراییلي چارواکو په حواله ویلي شوي چې دا بریدونه لا هم دوام لري.

د راپور پر بنسټ، په غزه کې الشفا روغتون ته نژدې شدیده جګړه روانه ده.

د فلسطیني چارواکو په خبره، الشجاعیه سیمه ته نژدې د اسراییلو په دوه هوايي بریدونو کې ۱۷ کسان او د کډوالو پر المغازي کمپ په بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي دي.

طالبانو پېژندل شوی افغان یوټیوبر همایون افغان د پوښتنو ګروېږنو لپاره ور غوښتی

افغان یوټیوبر همایون افغان
افغان یوټیوبر همایون افغان

په کابل کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي چې پېژندل شوی افغان یوټیوبر همایون افغان یې د پوښتنو- ګروېږنو لپاره وربللی دی.

د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې همایون افغان د هغې زړې ښځې د کورنۍ د شکایت پر اساس احضار شوی چې ده موده مخکې ورسره خبرې کړې وې او د دوی اجازه یې نه وه اخیستې.

ځدراڼ د ښاغلي افغان ستاینه کړې او ویلي یې دي چې طالبان هڅه کوي دا ستونزه ژر حل شي.

د پنج شنبې په ورځ راپور ورکړل شوی و چې همایون افغان او څلور همکاران یې په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

تر دې مخکې هم د اجمل حقیقي په ګډون ځینې نور یوټیوبران او خبریالان نیول شوي، خو زیات وخت یې طالبانو د دلیل په باب څه نه دي ویلي.

تاجکستان کې ۹ تنه د مسکو د برید په تور نیول شوي

د مسکو د کنسرټونو هغه هال چې تېره اوونۍ برید پرې شوی و - ارشیف
د مسکو د کنسرټونو هغه هال چې تېره اوونۍ برید پرې شوی و - ارشیف

د تاجکستان چارواکو مسکو ته نږدې د کنسرټونو پر یوه هال د تېرې جمعې د حملې په تړاو د نهو کسانو د نیولو خبر ورکړ.

په تاجکستان کې ځايي رسنیو نن د امنیتي سرچینو په حواله دا خبر ورکړی دی.

ویل شوي دغه نهه کسان د دوشنبې ښار په وحدت کلي کې تېره دوشنبه نیول شوي دي.

یوې بلې سرچینې نن د ازادي راډیو تاجکستانۍ څانګې ته ویلي چې په نیول شویو کې ګڼ ځوانان شامل دي.

د تاجکستان د قانون د تنفیذ ادارې تېره سې شنبې هم د هغې تروریستي حملې د پلان په شک د شپږو کسانو د نیولو خبر ورکړی و.

د روسیې د پلازمېنې مسکو په څنډه کې په هغه حمله کې چې مسوولیت یې د اسلامي دولت یا داعش منلی، د وروستیو شمېرو له مخې ۱۴۳ کسان مړه دي او شا و خوا ۱۰۰ کسان لا هم تري تم دي.

اردوغان په مې میاشت کې امریکا ته سفر کوي

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان

د ترکیې امنیتي اداره وايي، ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مې میاشتې پر نهمه امریکا متحدو ایالتونو ته لاړ شي.

دا له کله چې په ۲۰۱۹م کال کې اردوغان له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتلي وو، لومړی وار دی چې نوموړی واشنګټن ته سفر کوي.

کله چې جو بایډن د ۲۰۲۰م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګټونکی شو، انقرې د مخ په مخ کتنې د زمینې برابرولو هڅه کړې ده.

ترکیې چې د ناټو غړی هېواد دی، په جنورۍ میاشت کې په ناټو پوځي تړون کې د سویډن د غړیتوب له تایید ډډه وکړه، دې اقدام د انقرې او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې شوې.

جنوبي افریقا؛ د یوه بس نسکورېدو ۴۵ تنه مړه کړي

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د جنوبي افریقا په یوه غرنۍ سیمه کې پرون یو بس موټر له پله لاندې لوېدلی او لږ تر لږه ۴۵ کسان مړه شوي دي.

له دې پېښې یوازنی ژوندی پاتې شوی تن یو ۸ کلن ماشوم دی چې د سختو ټپونو له کبله یې درملنه روانه ده.

تر پېښې وروسته له هغه ځایه لوګي پورته کېدل.

د جنوبي افریقا چارواکي وايي داسې ښکاري چې د بس چلوونکي کنټرول له لاسه ورکړی و.

پاکستان؛ چینایي قراردادیانو د اوبو د دوو لویو بندونو د جوړولو چارې ودرولې

په شنګله کې پر چینایي انجینرانو د برید سیمه - ارشیف
په شنګله کې پر چینایي انجینرانو د برید سیمه - ارشیف

په پاکستان کې د پنځو چینايي انجنیرانو له وژل کېدو وروسته چینايي قراردادیانو په پاکستان کې د اوبو د دوو لویو بندونو داسو او دیامر بهاشا د جوړولو کار ودراوه.

د پاکستان چارواکو نن جمعه د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې دا خبر ورکړی دی. تېره سې شنبه د خیبرپښتونخوا ایالت په شنګله کې د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې ۵ چینايي انجنیران او یو پاکستانی چلوونکی کس ووژل شول.

یوه پاکستاني چارواکي چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کړې، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چینايي کمپنیو له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بیارغونې د دغو ساحو تر پرانیستل کېدو مخکې له نویو امنیتي پلانونو سره راشي.

په دغو ساحو کې ۱۲۵۰ چینايي وګړي کار کوي.

هم د پاکستان او هم چین لپاره د چینايي وګړو د امنیت موضوع د اندېښنې وړ ده، ځکه چینايي وګړي زیات وخت د افراطي وسلوالو په حملو کې په نښه کېږي.

د ۲۰۲۱م کال په جولای میاشت کې بیا په کوهستان کې په یوه ځانمرګي برید کې د نهو چینايي وګړو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو.

چاودنه هغه موټر ته څېرمه وشوه چې چینايي او پاکستاني انجنیران یې لېږدول او تر پېښې وروسته چینايي کمپنیو خپل کارونه وځنډول.

تر هغه وروسته پاکستان د سیپک (CPEC) یا د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز د اړوندو پروژو امنیتي تدابیر سخت کړل.

د ملګرو ملتونو د یوې محکمې امر؛ اسرائیل دې د غزې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره ګام واخلي

غزه - ارشیف
غزه - ارشیف

د ملګرو ملتونو یوې محکمې پرون پنج شنبه اسرائیل ته امر وکړ چې په غزه کې د بشري وضعیت د بهترۍ لپاره اقدامات وکړي.

د عدالت نړیوالې محکمې له اسرائیل غوښتي چې کلابندې شوې غزې ته د خوړو، اوبو، تېلو او نورو موادو د لېږد لپاره نورې لارې هم پرانیزي.

د عدالت نړیوالې محکمې په هغه قضیه کې چې د اسرائیل خلاف د جنوبي افریقا له خوا په دې محکمه کې ثبت شوې، په اصطلاح دوې نورې فقرې ور زیاتې کړلې.

جنوبي افریقا په خپله قانوني دعوه کې اسرائیل په غزه کې د خپلو پوځي عملیاتو له کبله د نسل وژنې په اقداماتو تورن کړی، خو اسرائیل دا تور رد کړی دی.

د پنج شنبې دستور په داسې حال کې ورکول کېږي چې جنوبي افریقا هڅه وکړه چې په خپله دعوه کې د اوربند په ګډون نور اقدامات هم ورزیات کړل او په هغه دعوه کې په غزه کې د لوږې زیاتېدو ته هم اشاره شوې ده.

اسرائیل د ملګرو ملتونو د عدالت له نړیوالې محکمې غوښتنه کړې چې نوي حکمونه دې نه صادروي.

یو این ایچ سي آر: د شریکانو په همکارۍ د ځینو اړو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري (UNHCR) وايي دوی د خپلو ځینو شریکانو په همکارۍ په پوهنه، روغتیا او د معیشت د فرصتونو د ملاتړ په برخه کې د ځینو اړو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې نن جمعه په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې دوی به د سعودي عربستان د پراختیايي صندوق او د اسلامي پراختیايي بانک په مالي ملاتړ دغه مرستې برابرې کړي.

دغې ادارې ویلي د دغو مرستو له لارې به وکړای شي تر ۳۰زر زیاتو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړي، پر لیرې پرتو او د طبیعي افتونو له کبله پر اغېزمنو شویو سیمو به هم تمرکز وکړي، ۸ تازه روغتیايي مرکزونه به جوړ کړي چې تر پنځو لکو زیات کسان به ترې ګټه اخلي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي دوی به د لاسي صنعت ودې ته هم نوره زمینه برابره کړي چې راستانه شوي یا هم بېځایه شوې کورنۍ په خپلو پښو ودرېږي.

پولنډ: پر اوکراین د روسیې د توغندیو له برید وروسته زموږ او متحدانو الوتکې فعالې شوې

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د پولنډ د وسله والو ځواکونو د عملیاتو د قوماندې مرکز خبر ورکړ چې د پولنډ او متحدانو الوتکې نن وروسته تر دې فعالې شوې چې روسیې پر اوکراین د توغندیو برید وکړ.

د پولنډ د قوماندې دې مرکز په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې دا الوتکې د پولنډ پرفضا ګرځي چې د ډېر غږ سبب شوې دي، په ځانګړې توګه د پولنډ په جنوب لویدیځه برخه کې چې له اوکراین سره سرحد لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG