د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۳۸

د فلسطيني ادارې مشر په اسراييل نيوکه وکړه


د فلسطيني ادارې صدراعظم احمد قريع نن په لويديځه غاړه کې د اسراييلي پوځيانو له لورې د پنځو فلسطينيانو وژل وغندل او دا کار يې وحشيانه وګاڼه :
(( وژنه ددې څرګندويي کوي چې اسراييل په لويديځه غاړه کې ارامي او سوله نه غواړي ، وضعيت ډير خراب دى چې کله موږ دغه جنايت ته ګورو او يا وينو چې په بيت المقدس کې په ځانګړې توګه ديوال جوړيږي او يهودان ځاى پر ځاى کيږي))
د جهاد اسلامي وسله والې ډلې او د الاقصى وسله والو د انتقام غږ کړى دى.
اسراييلي پوځيان پرون ناوخته د طولکرم د مهاجرو کمپ ته ورغلل تر څو مشکوک کسان ونيسي، نو نښته وشوه.
اسراييلي پوځيان وايي،پنځه وژل شوي کسان وسله وال ول ،خو سيمه ايزو فلسطينيانو څرګنده کړې ده چې دوه وژل شوي بې وسلو ځوانان ول.
XS
SM
MD
LG