د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۴۷

اسرائيلو د غزي له تړانګي نه د ميشت ځايونو په ليري کولو سره له مصر سره د سرحدي امنيت يو تړون لاسليک کړ.


اسرائيلو نن د غزي تړانګي په خالي کولو سره بل مهم کار وکړ او له مصر سره يي د سرحدي امنيت تړون لاسليک کړ.
د اسرائيلو د دفاع وزير شاول موفاز تائيد کړه چي اسرائئلو د غزي او مصر د پولي چاري د مصر ٧٥٠ تنو سرتيرو ته سپارلي دي.
موفاز وويل دغه تړون دده په وينا مصر ته زيات مسوليت تر غاړي کوي چي د پولي په اوږدو کي د فلسطينيانو تر واکمنۍ لاندي غزي ته د وسلو د قاچاق مخه ونيسي.
د اسرائيلو د لومړي وزير مرستيال شيمون پريز نن وويل دغه تړون يو مثبت ګام دئ:
،،ددغه تړون له مخي بۀ مصريان زيار وباسي چي د خپلو ٧٥٠ تنو سرتيرو په مرسته د وسلو او شيانو د قاچاق مخه ونيسي او پدي خبري سلا شويده. زما په آند دا يو ډير ښه تړون دئ. ،،
تر اوسه نده څرګنده چي د غزي لوري فلسطيني ځواکونو مسوليتونه بۀ څه وي.
د اسرائيلو د دفاع وزير شاول موفاز نن وويل اسرائيل تمه لري چي د غزي له تړانګي نه د ميشت ځايونو د ليري کولو چاري به د سپتمبر تر نيمايي پوري بشپړي کړي.
XS
SM
MD
LG