د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۵۷

يو جګ پوړئ امريکنئ جنرال وايي د ترکمنستان جمهور رئيس ته يي ډاډ ورکړئ چي په مرکزي آسيا کي د امريکا حضور د افغانستان د ثبات لپاره دئ.


د امريکا د مرکزي قوماندي مشر جنرال جان ابي زيد نن د تاجکستان په پلازمېني دوشنبه کي د ددغه هيواد له جمهور رئيس امام علي رحمانوف سره د امنيتي مسلو په اړه خبري وکړي. جنرال ابي زيد خبريالانو ته وويل په خبرو کي د نشه يي توکو او تروريزم ضد جګړي کي له نړيوالي ټولني سره د تاجکستان د همکارۍ مسلي را برسيره شوي:
NC082421
مونږ زيات فرصت تر لاسه کړ چي د امنيتي مسلو ، دسيمي له هيوادو سره د امريکا د شراکت او د ګډو ګټو په چوګاټ کي د نشه يي توکو د قاچاق او تروريزم ضد جګړي په اړه خبري وکړو.
جنرال ابي زيد د سيمي د ثبات ساتني په کارکي د تاجکستان د جمهور رئيس د مرستي مننه وکړه.
تاجکستان امريکايي الوتکو ته چي په افغانستان کي ماموريت تر سره کوي د سونګ مواد برابروي او له خپلي فضا نه د فعاليت کولو اجازه يي ورکړيده. د فرانسي هوائي او پوځي ځواکونه هم د د وشنبه هوايي ډګر کي ځاي په ځاي شويدي.
د امريکا د مرکزي قوماندي مشر جنرال جان ابي زيد د سه شنبۀ په ورځ د ترکمنستان جمهور رئيس سپر مراد نيازوف ته ډاډ ورکړئ و چي په سيمه کي د امريکا حضور د افغانستان د ثبات لپاره دئ او د بل کوم هيواد مقابله يي مقصد ندئ.
XS
SM
MD
LG