د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۵

د هسپانيي د دفاع وزير وايي په افغانستان کي تيروه اوونۍ د څرخي الوتکي د غورځيدو پيښه چي ددوي ١٧ تنه سرتيري پکي مړه شول، د ټکر پيښه وه.


د هسپانيي د دفاع وزير هوزي بونو وايي هغه څرخي الوتکه چي تيره اوونۍ په افغانستان کي راغورځيدلي وه او ١٧ تنه هسپانوي سرتيري پکي مړه شوي وو، يوه تصادفي پيښه وه.
بونو نن وويل الوتکه په خرابي هوا او باد کي د غرونو د پاسه په ټيټي ارتفاع کي وه چي له لګيدو وروسته راغورځيدلي وه.
د هسپانيي د دفاع وزير په لومړي سر کي د تروريزم امکان نه و رد کړئ.
بونو د پارلمان دفاعي کميټئ ته د افغانستان د هرات ولايت کي د زمري د ٢٥ مي نيټي د څرخي الوتکي د راغورځيدو د پيښي د څيړني راپور ورکړ.
XS
SM
MD
LG