د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۳۹

پاکستان وايي په قبيايلي سيمو کي د افغان کډوالو د کمپونو تړلو پلان به پرمخ بوزي


پاکستان نن وويل د افغانستان پولي ته نږدي قبايلي سيمو کي د افغان مهاجرو د کمپونو تړلو پلان به پر مخ بوزي.
د پاکستان د قبايلو سيمو کرمي اجنسۍ او باجوړ د مهاجرو په کمپونو کي نږدي يو لک افغان کډوال ژوند کوي.
اسلام آباد وايي د مهاجرو کمپونو ورته امنيتي ګواښونه رامنځ ته کړي او دا ځکه چي مبارزين له دغو کمپونو نه افغانستان ته د اوښتو او را اوښتو په مهال د موقتي سرپناه او پټيدا د ځايونو په توګه کار اخلي .
د تيري دوشنبۀ په ورځ د افغانستان حکومت له اسلام آبآد نه وغوښتل د کمپونو تړلو کارونه دي چي د آګست مياشتي په وروستيو کي بۀ تر سره شي، وځنډوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنري وايي د اسلام آباد پريکړه له نړيوال قانون او د افغانستان، پاکستان او امريکايي چارواکو تر منځ د دري اړخيزه تړون سره اړخ لګوي. دغه کمشنري وايي پاکستان افغان کډوالو ته فرصت ورکوي چي پخپله خوښه دي وطن ته ستانه شي او يا دي د پاکستان په نورو سيمو کي ځاي په ځاي شي.
د تير مارچ مياشت کي د ملګرو ملتونو له خوا شوي سروي ښودلي وه چي په پاکستان کي نږدي ٣ ميلونه او يو لک افغان کډوال ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG