د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۴۲

يو امريکنئ کارپوه له افغاني بنديانو سره د ناوړه سلوک په جرم له اعتراف وروسته په دوو مياشتو بڼد محکوم شوئ.


وياند او ژباړونکئ: جان آقا الکوزئ
يو امريکنئ چي د امريکا د متحده ايالاتو د پوځي استخباراتو د تحقيق کوونکي په توګه يي ګار کاوه له يوه افغاني بندي سره چي وروسته په بند کي مړ شوئ و ، د ناوړه سلوک په تور په دوو مياشتو بند محکوم شويدئ.
کارپوه ګلينديل والز د سه شنبۀ په ورځ وروسته له هغي محکوم شو چي د خپل صلاحيت نه يي د ناوړي ګټي اخيستني او په بندي باندي د حملي کولو په جرم اعتراف وکړ.
د دغه پوځي محاکمه د ټګزاس ايالت د ايلپاسو ښارګوټي کي وشوه او نوموړي په افغاني بندي چي نوم يي دلاور ښودل شوئ، د حملي کولو او په نورو بنديانو باندي د سرتيريود ناوړه سلوک د نه مخنيوي له امله بخښنه وغوښته .
اسوشئيتد پرس وايي د دلاور د مړيني په دوسيي ګي د امريکا د پوځ يو شمير پوځيان تورن شويدي.
XS
SM
MD
LG