د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۴

د متحده ايالاتو ددفاع وزارت وايې دوى په گوانتنامو کې له امريکايې زندان څخه درى نور بنديان خوشى کړى او هغوى يې بيرته خپلو هيوادونو ته استولى دى.


پنتاگون وايې يوى پوځى محکمى پريکړه کړى چې ددغو دريو کسانو له ډلى څخه دوو ته يې نور ددښمن په سترګه ونه کتل شى. محکمى ويلى چې يو کس يمن ته او بل تاجکستان ته استول شوى دى.
يوى بلى جلا پوځى محکمى يو دريم کس ايران ته د استولو وړانديز کړى و.
پنتاگون د امنيتى شرايطو له امله ددغو دريو کسانو په هکله نور جزيات ندى ورکړى.
زباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى
XS
SM
MD
LG