د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۴۱

تاشکند د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره يا يو اين ايچ سى آر تورنه کړى چې ترهګرو او مجرمانو ته پناه ورکوى او ازبک پنا غوښتونکى منى.


د ازبکستان د لوى څارنوال دفتر نن ويل يو اين ايچ سى آر دغه نړيوال سازمان بې اعتباره کوى.
په سلګونه تنه ازبکان د مئ په مياشت کې د سختيو او ژونو له امله چې د ملګرو ملتونو يو راپور د ډله ايزو وژنو نوم ورکړ قرغزستان ته لاړل.
دغلته يو اين ايچ سى آر ډير ازبکان د گډوالو په توګه منلى او له څلورو سوو څخه زيات يې رومانيى ته استولى دى.
د هغو پنځلس کسانو له ډلې څخه چې په قرغزستان کې بنديان دى يولس يې وار دمخه دنوموړى ادارى له خوا د کډوالو په توگه منل شوى دى.
د ازبکستان د لوى څارنوال دفتر وايې ددغو کسانو څلور يې ترهګر او د مخدره موادو قاچاقبران دى. د ملګرو ملتونو او د بشرى حقونو نړيوالى ادارى انديښنه لرى چې که ازبکان بيرته ازبکستان ته وسپارل شى ښايې وځورول شى او يا هم وژل شى.
ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى
XS
SM
MD
LG