د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۳۶

په عراق کې د القاعده شبکه وايې داردن په عقبه کې پر امريکايې جنګى کشتى د ناکام بريد ترشاه ددوى لاس دى.


د ابو منصعب الزرقاوى په مشرى ډله وايې هغه بريدکوونکى چې دغه بريد يې ترسره کړى دى روغ رمټ بيرته راستانه شوى دى.
ددغه راکټى بريد پړه چې د تيرى جمعى په ورځ په سره سمندرګى کې وشو له دى څخه دمخه د دالقاعده شبکى سره تړلى يوى بلى ډلى په غاړه اخيستى وه.
خو نن د الزرقاوى ډلى ددى بريد پړه د انټرنيټ په پاڼه ديوى اعلاميى په خپرولو سره په غاړه واخيسته. په دغه بريد کې امريکايي جنګى کشتى ته زيان نه و رسيدلى خو يو اردنې سرتيرى پکى مړ شوى و.
پرون اردن ويل چې دوى ددغه بريد سره د تړاو په تور يو کس له دريو نورو کسانو سره يوځاى نيولى دى. خو دالزرقاوى د ډلى لخوا خپره شوى اعلاميه وايې چې ددى بريد درى کسه بريد کوونکى روغ رمت عراق ته تللى.
ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى
XS
SM
MD
LG