د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۳

اسرائيلى امنيتى ځواکونه نن د لوديځى غاړى دوو سيمو ته ورننوتل او هلته له سيمى څخه دهغو کسانو په وايستلو پيل وکړ چې له دغه پلان سره مخالفت کوى.


پوليسو په سنور کې يو عبادت ځاى ته د ورننوتلو له پاره له داسى وسايلو کار واخيست چې فلزى توکى پرى کوى. په دغه عبادت ځاى کې په لسگونو مظاهره کوونکو ځانونه د ازغى لرونکى سيمونو ترشاه پټ کړى وو او دعاګانى يې کولى.
دغه راز اسرائيلى ځواکونه په هومش کې هم کور کور ته ورتلل او ځان پسى يې لاره د ټائيرونو په سوزولو او ازغى لرونکى سيمونو په وسله تړله.
يهودانو د اسرائيلى ځواکونو ددى کار په ځواب کې کوم غبرګون ندى ښودلې.
پرون پوليسو د اسرائيلو په شمال او په لويديځه غاړه کې د هغو مظاهره کوونکو له ډلې څخه چې غوښتل يې سړک بند کړى له دوه سوو څخه زيات ونيول.
اسرائيلو ويل دوى د غزى تراړى له ٢١ ميشت ځايونو څخه د اته نيم زرو يهودانو وايستل بشپړ کړى دى. په پام کې ده چې دغه سيمه فلسطينى چارواکو ته وسپارل شى.

ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى
XS
SM
MD
LG