د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۵

عراقى مشران درى نورى ورځى وخت لرى چې د اساسى قانون په مسوده کې پر بدلونونو کار وکړى.


تيره شپه له ټاکلى ضرب العجل څخه څو شيبى دمخه د اساسى قانون خاکه پارلمان ته وسپارل شوه خو ملى جرګې پر رائې ورنکړى.
د پارلمان وياند حجيم الحسينى ويل په مسوده کې يو لړ مسائل لا حل شوى ندى له دى امله د اساسى قانون له پاره ټاکل شوى کميټه درى ورځى نور وخت لرى چې پر دغو مسائلو کار وکړى او حل يې کړى.
په کميټى کي سنى عربانو ويل دوى مسوده رد کړى ځکه چې ټاکل شوى کميټى او حکومت د نفوس پر سر ددوى دلايلو ته غاړه نه ده ايښى.
څارونکى وايي سنى عربانو د فيدرالى عراق پلان ځکه رد کړى چې هغوى انديښنه لرى چې دغه پلان به دوى د تيلو له عوائدو څخه بې برخى کړى.
واشنگټن د عراق د اساسى قانون د مسودى په برخه کې د يو بل قدم هرهلى کړى دى.

ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى
XS
SM
MD
LG