د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

خبرونه

د ننګرهار ولايت يو شمير کانديدانو د دفتر چارواکې د ځينو کانديدانو په پلوۍ تورن کړي دي

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستان؛ چینایي قراردادیانو د اوبو د دوو لویو بندونو د جوړولو چارې ودرولې

په شنګله کې پر چینایي انجینرانو د برید سیمه - ارشیف
په شنګله کې پر چینایي انجینرانو د برید سیمه - ارشیف

په پاکستان کې د ۵ چینايي انجنیرانو له وژل کېدو وروسته چینايي قراردادیانو په پاکستان کې د اوبو د دوو لویو بندونو داسو او دیامیر بهاشا د جوړولو کار ودراوه.

د پاکستان چارواکو نن جمعه د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې دا خبر ورکړی دی.

تېره سې شنبه د خیبر پښتونخوا ایالت په شنګله کې د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې ۵ چینايي انجنیران او یو بل کس ووژل شول.

یوه پاکستاني چارواکي چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کړې، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چینايي کمپنیو له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بیارغونې د دغو ساحو تر پرانیستل کېدو مخکې له نویو امنیتي پلانونو سره راشي.

په دغو ساحو کې ۱۲۵۰ چینايي وګړي کار کوي.

هم د پاکستان او هم چین لپاره د چینايي وګړو د امنیت موضوع د اندېښنې وړ ده، ځکه چینايي وګړي زیات وخت د افراطي وسلوالو په حملو کې په نښه کېږي.

د ۲۰۲۱م کال په جولای میاشت کې بیا په بلوچستان ایالت کې په یوه ځانمرګي برید کې د نهو چینايي وګړو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو.

چاودنه هغه موټر ته څېرمه وشوه چې چینايي او پاکستاني انجنیران یې لېږدول او تر پېښې وروسته چینايي کمپنیو خپل کارونه وځنډول.

تر هغه وروسته پاکستان د سیپک (CPEC) یا د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز د اړوندو پروژو امنیتي تدابیر سخت کړل.

د ملګرو ملتونو د یوې محکمې امر؛ اسرائیل دې د غزې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره ګام واخلي

غزه - ارشیف
غزه - ارشیف

د ملګرو ملتونو یوې محکمې پرون پنج شنبه اسرائیل ته امر وکړ چې په غزه کې د بشري وضعیت د بهترۍ لپاره اقدامات وکړي.

د عدالت نړیوالې محکمې له اسرائیل غوښتي چې کلابندې شوې غزې ته د خوړو، اوبو، تېلو او نورو موادو د لېږد لپاره نورې لارې هم پرانیزي.

د عدالت نړیوالې محکمې په هغه قضیه کې چې د اسرائیل خلاف د جنوبي افریقا له خوا په دې محکمه کې ثبت شوې، په اصطلاح دوې نورې فقرې ور زیاتې کړلې.

جنوبي افریقا په خپله قانوني دعوه کې اسرائیل په غزه کې د خپلو پوځي عملیاتو له کبله د نسل وژنې په اقداماتو تورن کړی، خو اسرائیل دا تور رد کړی دی.

د پنج شنبې دستور په داسې حال کې ورکول کېږي چې جنوبي افریقا هڅه وکړه چې په خپله دعوه کې د اوربند په ګډون نور اقدامات هم ورزیات کړل او په هغه دعوه کې په غزه کې د لوږې زیاتېدو ته هم اشاره شوې ده.

اسرائیل د ملګرو ملتونو د عدالت له نړیوالې محکمې غوښتنه کړې چې نوي حکمونه دې نه صادروي.

یو این ایچ سي آر: د شریکانو په همکارۍ د ځینو اړو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري (UNHCR) وايي دوی د خپلو ځینو شریکانو په همکارۍ په پوهنه، روغتیا او د معیشت د فرصتونو د ملاتړ په برخه کې د ځینو اړو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې نن جمعه په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې دوی به د سعودي عربستان د پراختیايي صندوق او د اسلامي پراختیايي بانک په مالي ملاتړ دغه مرستې برابرې کړي.

دغې ادارې ویلي د دغو مرستو له لارې به وکړای شي تر ۳۰زر زیاتو ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړي، پر لیرې پرتو او د طبیعي افتونو له کبله پر اغېزمنو شویو سیمو به هم تمرکز وکړي، ۸ تازه روغتیايي مرکزونه به جوړ کړي چې تر پنځو لکو زیات کسان به ترې ګټه اخلي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي دوی به د لاسي صنعت ودې ته هم نوره زمینه برابره کړي چې راستانه شوي یا هم بېځایه شوې کورنۍ په خپلو پښو ودرېږي.

پولنډ: پر اوکراین د روسیې د توغندیو له برید وروسته زموږ او متحدانو الوتکې فعالې شوې

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د پولنډ د وسله والو ځواکونو د عملیاتو د قوماندې مرکز خبر ورکړ چې د پولنډ او متحدانو الوتکې نن وروسته تر دې فعالې شوې چې روسیې پر اوکراین د توغندیو برید وکړ.

د پولنډ د قوماندې دې مرکز په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې دا الوتکې د پولنډ پرفضا ګرځي چې د ډېر غږ سبب شوې دي، په ځانګړې توګه د پولنډ په جنوب لویدیځه برخه کې چې له اوکراین سره سرحد لري.

مېلر: امریکا پر طالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي څو دوی خپلې ژمنې پوره کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی غواړي دا ډاډ ترلاسه کړي چې ترهګر د افغانستان له خاورې بل ځای بریدونه ونه کړي.

د دې وزارت ویاند متیو مېلر پرون په یوه خبرې غونډه کې وویل چې پر طالبانو خپلو فشارونو ته ادامه ورکوي چې له نړیوالې ټولنې سره په دې تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.

د ښاغلي میلر په وینا، متحدو ایالتونو طالبانو ته دا څرګنده کړې ده چې دا یې مسوولیت دی چې په هیڅ ډول به د القاعده او داعش خراسان څانګې په شمول کومې ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې خوندی پناهځای جوړ کړي.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې څرګندونو په اړه څه نه دې ویلي، خو د دوی ویاند ذبیح اله مجاهد روانه اونۍ وویل چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده او هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې په بل هیواد برید وکړي.

داعش په څه باندې یوې اوونۍ کې د دوو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی، یوه په کندهار کې او بله د روسیې په پلازمینې ماسکو کې.

زیلینسکي د امریکا د استازو جرګې له غړو د مهمو پوځي مرستو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر، ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر، ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر د امریکا له استازیو جرګې غوښتي دي چې له کییف سره مهمې پوځي مرستې وکړي.

د راپورونو له مخې، ولودومیر زیلینسکي پرون د امریکا د استازیو د جرګې له مشر مایک جانسن سره په ټیلفون خبرې وکړې او هغه َ ته یې د اوکراین د جګړې د وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

د اوکراین ولسمشر وایي، هېواد یې د روسیې د هوایي بریدونو د مخنیوي لپاره سمدستي مهمو پوځي مرستو ته اړتیا لري.

د امریکا مشرانو جرګې تېره میاشت له اوکراین سره د ۶۰ میلیارډه ډالرو مرسته تصویب کړه، خو استازیو جرګې دا مرسته نه ده تایید کړې.

په استازیو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو شمېر زیات دی او دوی له اوکراین سره د مرستې په ځای د امریکا د سرحدونو خوندیتوب مهم ګڼي.

سوریه؛ د اسراییلي الوتکو په بمبارۍ کې د ۳۶ تنو د وژل کېدو او لسګونه تنو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی

په سوریه کې یوه ودانۍ چې اسراییلي الوتکو بمبار کړې - ارشیف
په سوریه کې یوه ودانۍ چې اسراییلي الوتکو بمبار کړې - ارشیف

په سوریه کې یوه څارونکې ډله وايي چې په شمالي ښار حلب کې د اسرائیل په بمباریو کې د سوریې د دولتي ځواکونو لږ تر لږه ۳۶ غړي وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې نن جمعه ویلي چې دغه بمباري نن سهار وختي حلب ته نږدې په جبرین سیمه کې شوې او د وسلو هغه ډیپوګانې یې په نښه کړي چې د لبنان د ایران-پلوه حزب الله ډلې وې.

د سوریې د دې څارونکې ډلې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، اسرائیل د اسرائیل په بمباریو کې د السفیره سیمې ځینې تاسیسات په نښه کړي او د حلب په لوېدیځ کې له کفر الجوم سیمې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

روسي چارواکي: د مسکو د خونړۍ حملې له امله مو د سلو نورو کسانو د نادرکۍ راپور ترلاسه کړی

د پېښې سیمه - ارشیف
د پېښې سیمه - ارشیف

د مسکو په لمنه کې د کروکس د کنسرت په هال کې د خونړۍ حملې په اړه پلټونکي وايي چې د سلو نورو کسانو د بې درکۍ راپورونه یې ترلاسه کړي دي.

په دې پېښه کې چې نن یې اوونۍ پوره شوه، د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۳ تنه اعلان شوی و، خو د پلټونکو تازه څرګندونې ښيي چې ممکن د دې پېښې د قربانیانو شمېر تر دې خورا ډېر وي.

مخکې پلټونکو ویلي وو چې د څه باندې ۱۴۰ تنو د بې درکه کېدو راپورونه یې ترلاسه کړي دي، خو تراوسه څرګنده نه ده چې په دې شمېر کسانو کې څومره موندل شوي او څومره نور بې درکه دي.

د روسیې د بیړنیو پېښو وزارت د چهارشنبې په ورځ د مرګ ژوبلو نوی لیست خپور کړ چې پر اساس یې ۱۴۳ تنه وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي چې اکثره کسان په ودانۍ کې د لګېدلي اور په لوګي مړه شوي دي.

ترافیکي پېښې؛ افغانستان کې یې له ۶ میاشتو راهیسې تر زرو پورې کسان مړه کړي

له ارشیفه د یوې ترافیکي پېښې تصویر
له ارشیفه د یوې ترافیکي پېښې تصویر

د طالبانو یو چارواکی وايي چې په تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له کبله ۹۴۹ تنه مړه شوي دي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالمتین قانع پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، په تېرو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې ۱۹۸۷ ترافیکي پېښې ثبت شوي دي.

یوه خونړۍ ترافیکي پېښه دوې اوونۍ وړاندې د هلمند په ګریشک ولسوالي کې وشوه چې په نتیجه کې یې ۲۱ تنه مړه او لسکونه نور ژوبل شول.

په افغانستان کې د اکثرو ترافیکي پېښو دلیل د موټرچلوونکو بې پامي، د ترافیکي قوانینو نه رعایتول او د لارو خرابوالی بلل کېږي.

د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ورښتونو او ځینو کې د سېلابونو وړاندوېنه شوې

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ریاست د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ورښتونو او ورسره مل د سېلونو د احتمال وړاندوېنه کړې ده.

د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، په بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سمنګان، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، کاپیسا، پروان، میدان‌وردک، بامیان، غزني، زابل، دایکنډي، کندهار، ارزګان، غور، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه او هلمند کې به نن جمعه او سبا دوشنبې واوره او باران واوري.

دې ادارې په ځینو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۵ سانتي مترو پورې د واورې د اورېدو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې په ځینو سیمو کې د شدید باد، برېښنا او سېل وړاندوېنه هم کړې ده.

پرون په فاریاب او سرپل کې د سیلونو د بهیدو په نتیجه کې یو شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې.

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې بیا شدیدو بادونو خلکو ته مالي زیانونه واړول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG