د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۴۳

په يوه نوي رپوټ کي ويل شوي د آسيا د نږدي ٦٠٠ميليونو ماشومانو نيمائئ يي له خوړو، روغتيايي خدمتونو او سرپناه نه سخت بي برخي دي.


د ماشومانو د پلان نړيوالي موسسي نن وويل د آسيا نږدي ٣٥٠ ميليونه ماشومان ددوي په وينا په مطلقي بي وزلۍ کي ژوند کوي.
د پلان اجرائيوي رئيس ټام ميلر وويل تيره مياشت د اتو صنعتي هيوادونو په مشريزي غونډي کي د افريقا په بي وزلۍ غور وشو خو په آسيا کي د افريقا د وچي په پرتله دوه برابره سخت محروم او بي وزلي ماشومان ژوند کوي.

په رپوټ کي د آسيا د ماشومانو د بي وزلۍ پړه د نفوسو په زياتوالي ، د ښووني او روزني ، روغتيايي خدمتونو ، د چښلو پاکو اوبو په نشتوالي او په ځينو هيوادونو کي د کمزوراو په اداري فساد کي د ښکيلو حکومتونو په شتون اچول شويده.
دغه سازمان پتييلي چي په راتلونکي لسيزي کي د آسيا په ١٢ هيوادو کي د بي وزلۍ د کمولو په مقصد بۀ ١ بيلون ډالره پانګه واچوي.
XS
SM
MD
LG