د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۶

د کندهار دپنجوايي ولسوالۍ دعلماوو مرستيال ريس دوسلوالو لخوا وژل سوى دئ


مشکوکووسلوالو طالبانو په قندهار کې يو ديني عالم وژلى دئ.
دپنجوايي ولسوال نياز محمد سرحدي وويل نن سهار وختي دپنجوايي ولسوالۍ دديني عالماوو دشورا مرستيال ريس ملا عبدالله ملنګ او دهغه يوبل همکار له مسجده رارووتل چې دوسلوالو لخوا حمله پر وسوه.
ملا عبدال لطيف حکيمي چې خپل ځان دطالبانو وياند ښيي د يوه نا څرګند ځاى څخه دټليفون پر کرښه ددغې حملي مسؤليت ومنئ .

حکيمي زياته کړه حکومت ته وفادار ديني عالمان دهغو وسلوالو پر ضد تبليغ کوي چې پر حکومت او بهرنيو پوځونو حملې کوي .
وسلوالوطالبانو ويلي چې دوى به راتلونکي پارلماني ټاکني گډې وډي کړي .
XS
SM
MD
LG