د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۵۷

د ايران ستر مذهبي ايت اله علي خا منه يي نن د جمعي د ورځي په خطبه کې وويل ايران به خپل اتمي پروګرام ونه ځنډوي .


خو ده دا هم وويل چې دغه اسلامي هيواد ته د اتمي وسلو پراختيا زړه پوري خبره نه ده .
خامنه يي ويل هيڅ يو هيواد دا حق نه لري چې ايران ته ووايي چې څه وکړي ده زياته کړه چې په ايران کې د اتمي وسلو په هکله د سره خبري نه کيږي .
خامنه وويل دا چې ويل کيږي ايران د اتمي وسلو پراختيا تر سره کوي يواځي يو پروپاګند دي چې د دي هيواد په ضد کيږي .
خامنه يي زياته کړه : ايران د برښنا تر لاسه کولو لپاره اتمي طاقت ته اړتيا لري . په دي صورت کې مونږ يو متبادل شي ،تيل او غازو ته اړتيا لرو او دابه يوه ورځ تمام شي او وروسته به هيواد دي ته مجبور شي چې له امريکا نه تيل او غاز په بيه واخلي .
XS
SM
MD
LG