د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۳۱

خبرونه

ريپوتونه وايي چې نن د اسرائيلو جنوبي ښآر ايلي يوه هوايي ډګر ته نيژدي چاودنه وشو. د اسراييلو د دفاع وزير شاول موفاز وويل په اسرائيلو او اردن دواړو هيوادو بآندي چې سره نيژدي همکاري لري د توغنديو بريدونه کيږي .

د ا چاودنه اردن ته نيژدي دسره سمندرګې سره د اقبه په سيمه کې تر چاودني لږ وورسته شوي . د اسرائيلو پوځ وايي د کاتاشا په نوم توغندي له اردن نه د ايليت په سيمه توغول شوي دي .
د اسرائيلو سيمه ايز پوليس وايي چې دا توغندي له هوايي ډګر نه د پينځلس مترو په واټن کې لګيدلي دي .
بله چاودنه د اقابه په ښآرکې د امريکايي پوځي بيړيو سره نيژدي وشوه .
امريکايي دواړه بيړي له اقابه نه وتلي دي .
امريکايي قوماندان جيف براس لو د ازادي راډيو ته وويل :

په دي پيښه کې نه امريکايي عسکر ته او هم امريکايي سمندري ځواکونو ته مرګ ژوبله پيښۀ شوي ده . نن سهار د سيمي په وخت پاو کم نهو بجو شاو خوا توغندي ديوي امريکايي بيړي يو اس اس اشلن
د ويشتلو په نيت توغول شوي وو خو په نيژدي سيمه کې په يوه ګدام ولګيدو .

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټام وېسټ روانه اوونۍ د افغانستان په اړه سیمې ته سفر کوي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي په روانه اوونۍ کې سیمې ته سفر کوي.

په تېره جنوري میاشت کې په دوحه کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو له غونډې وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلی ویسټ یوځل بیا سیمې ته سفر کوي.

هغه نن پر ایکس شبکې په یوه لنډ بیان کې لیکلي چې دا اوونۍ هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي څو له شریکانو سره د افغانانو د ملاتړ لپاره د همکاریو په اړه خبرې وکړي.

ویسټ د خپل سفر دقیق وخت او د خبرو د اجنډا جزییات نه دي روښانه کړي.

ښاغلی ویسټ په داسې حال کې سیمې ته روان شوی چې پر افغانستان د پاکستان له هوايي برید وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې دي.

د سپینې ماڼۍ ویانده: طالبان او پاکستان دې خپل اختلافونه په خبرو حل کړي

د سپینې ماڼۍ ویانده، کرین ژان پییر
د سپینې ماڼۍ ویانده، کرین ژان پییر

پر افغانستان د پاکستان له هوايي حملو وروسته متحدو ایالتونو یوځل بیا پر دواړو خواوو غږ کړی چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې اوار کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر بېګا له طالبانو وغوښتل چې دا خبره یقیني کړي چې د افغانستان له خاورې به تروریستي حملې نه کېږي.

مېرمن ژان پییر زیاته کړه امریکا پر دې ژمنه ولاړه ده چې افغانستان باید هېڅکله د هغو تروریستي ډلو په ځاله بدل نه شي چې متحدایالتونو یا متحدانو ته یې ګواښ پېښوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې د پاکستان په بمبارۍ کې د ملکي وګړو پر تلفاتو خپګان وښود، خو په څنګ کې یې له طالبانو غوښتنه وکړه چې له خپل قلمرو څخه د تروریستي حملو مخه ونیسي.

پرون له دې مخکې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند ودانت پاتیل هم په یوه خبري غونډه کې دې ته ورته څرګندونې وکړې.

د طالبانو حکومت د امریکايي چارواکو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو پرون د پاکستان له هوايي حملو وروسته یې وویل چې د ځوابي اقداماتو په ترڅ کې یې د پاکستان پوځي اډې په نښه کړې دي.

د کندهار په ګډون د افغانستان یو شمېر سیمې نن یوې زلزلې ولړزولې

د افغانستان په نقشه کې کندهار ولایت
د افغانستان په نقشه کې کندهار ولایت

یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې وه، نن د کندهار په ګډون د افغانستان په ډېرو برخو کې احساس شوه.

د کندهار، هلمند او د بلوچستان ایالت د چمن سیمو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې نن د سهار په ۵ بجو او ۵ دقیقو یې د زلزلې ټکانونه احساس کړل.

دوی وویل چې د زلزلې شدت کم و، خو ځینې کسان له وېرې د څو شېبو لپاره له خپلو کورونو ووتل.

د امریکا د جیالوجیکي سروې د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز د بلوچستان ایالت په نوشکي سیمه کې د مځکې په ۱۰ کیلومتره ژور تل کې و.

له دې چې د زلزلې مرکز ډېر ژور نه و، نو ټکانونه یې هم د زلزلې مرکز ته نژدې شدید او لیرې کم وو.

د دې زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه تراوسه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

چین د کابل پوهنتون محصلانو ته ۶۰ تحصیلي بورسونه ورکړل

په کابل کې د چین د سفارت تصویر
په کابل کې د چین د سفارت تصویر

د کابل پوهنتون ۶۰ محصلانو «د چین سفیر بورس» په نوم سکالرشیپونه ترلاسه کړل.

د چین د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، دا بورسونه پرون (دوشنبې) په کابل پوهنتون کې په یو لړ مراسمو کې افغان محصلانوته ورکړل شول.

په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ په مراسمو کې وویل، هیواد یې له افغانستان سره د زده کړو په برخو کې همکارۍ ته زیات اهمیت ورکوي.

د شینهوا پر اساس، اوس شاوخوا ۱۰۰۰ افغان محصلان د چین په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.

همداراز ۲۰۰ نور افغان محصلان په کابل پوهنتون کې په کنفیسیون انستیتیوت کې درس وايي.

سوریه: د دمشق ښار د شاوخوا پر څو پوځي سیمو اسراییل بریدونه کړي

یوه برید لاندې راغلې سیمه
یوه برید لاندې راغلې سیمه

د سوریې دفاع وزارت وايي، اسراییل نن سهار د دمشق په شاوخوا کې څو پوځي سیمې په توغندو وویشتې چې له کبله یې مالي تاوانونه پېښ شول.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې د سوریې رادارونو د اسراییلو د یو شمېر توغندو مخه ونیوله خو څو یې وچاودل.

د غزې له جګړې سره هممهاله، پر سوریې د اسراییل بریدونه ډېر شوي دي.

اروپایي شورا له اوکراین سره د مرستو صندوق جوړ کړ

د اروپایي ټولنې بیرغ
د اروپایي ټولنې بیرغ

اروپايي شورا له اوکراین سره د مرستو صندوق جوړ او د ۵،۴ میلیاردو ډالرو مرستو ژمنه یې وکړه.

اروپايي شورا داسې وخت د اوکرایین د مرستو صندوق تصویب کړ چې کییف د روسیې یرغلګرو ځواکونو په وړاندې په مبارزې کې له ستونزو سره مخ دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل په یوه بیان کې پرون وویل په نویو مرستو سره به د اوکرایین لاسنیوی وکړو چې د روسي ځواکونو د یرغل په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

د اروپايي ټولنې نوې مرستې به د اوکراییني ځواکونو لپاره د پوځي تجهیزاتو په پېرلو او روزنو کې وکارول شي.

هند او چین پوتین ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بري مبارکي ورکړه

د پوتین یو ټاکنیز تصویر
د پوتین یو ټاکنیز تصویر

چین او هند د روسیې د ولسمشر په توګه د ولادمیرپوتین په بیا ټاکل کېدو هغه ته مبارکي ورکړې.

لویدیځو هېوادونو بیا د روسیې ټاکنې غیرقانوني بللي؛ ځکه د دوی په خبره په ځپونکو شرایطو او د یوه معتبر سیال په نشتوالي کې وشوې.

د روسیې د ټاکنو د پایلو په اساس، ۷۱ کلن پوتین د څه باندې ۸۷ فیصده رایو په ګټلو یو وار بیا ددغه هېواد ولسمشرۍ ټاکنې ګټلي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي پوتین ته مبارکي ورکړې او د روسیې او هند د خاصو اړیکو د پراختیا هیله یې ښودلې.

بېجنګ هم ویلي چې د روسانو ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د روسیې ټاکنو ته په اشارې ویلي چې دا یوه غیر ډيموکراټیکه پروسه وه.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامرون ویلي د اوکرایین په اشغالي سیمو کې ټاکنې ناقانونه وې او په ټوله کې دا ټاکنې د پوتین په رژیم کې د ځپونکو اقداماتو عمق ښيي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بېګا ایرلنډ ته ماته ورکړه

د لوبې یوه څنډه
د لوبې یوه څنډه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ایرلند ته ماته ورکړه او د شل اووریزو لوبو سیریز یې دوه پر یو وګاټه.

افغانستان بېګا په وروستۍ/درېیمه شل اووریزه لوبه کې چې په شارجه کې وشوه د ایرلند لپاره د ۱۵۶ منډو هدف ټاکلی وو. د ایرلند ټول ټیم په ۹۸ منډو اوټ شو او افغانستان د ۵۷ منډو په توپیر لوبه وګټله.

د افغانستان لپاره په بټنګ کې ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۷۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. په بالنګ کې هم عظمت الله عمرزي په ۴ اورونو کې ۴ وېکټې واخیستې او یواځې ۹ منډې یې ورکړې. نوین الحق درې وېکټې واخیستې.

امریکا کې یو افغان کډوال د قضیه په یوه قضیه کې مجرم وپېژندل شو

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

یو افغان کډوال په امریکا کې د یوه سړي د وژنې په قضیه کې مجرم وپېژندل شو.

د اسوشیتید پرېس د راپور له مخې، ۵۱ کلن محمد سید ښايي د یوه بل مسلمان ۴۱ کلن افتاب حسین د وژنې په خاطر له عمر بند سره مخ شي.

د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۶مه د امریکا د نیومکسیکو ایالت په البوکرکي ښار کې درې کسان ووژل شول چې یو یې افتاب حسین وو.

د محمد سید محکمه د دوشنبې په ورځ وشوه او څارنوالانو شواهد وړاندې کړل چې د هغه مبایل یې د جرم له صحنې موندلی او هم د مرمیو د پوچکو له مخې ښکاري چې ډزې په هغه ټوپک شوي چې د محمد سید له کوره موندل شوی.

څارنوالان په نیومکسیکو کې د دوو نورو کسانو د وژنې په قضیه کې هم د محمد سید ښکېلتیا پلټي.

امریکا: په افغانستان کې د پاکستان د بمبارۍ له امله ملکي مرګ ژوبلې ته اندېښمن یوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ودانت پتیل
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ودانت پتیل

امریکایي چارواکو ویلي چې په افغان خاوره د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه اندېښنه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پتیل په یوه کنفرانس کې پرون وویل چې د پاکستان په هوایي بریدونو کې افغان ملکیانو ته د مرګژوبلې په اوښتو خواشینی دی او په پاکستان غږ کوي چې د ترهګرۍ ضد هڅو کې د ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

هغه همداراز د خیبرپښتونخوا د میرعلي د شنبې په برید هم اندېښنه وښوده چې وسله والو اوه پاکستاني عسکر ووژل.

پر افغان خاوره د پاکستان د بریدونو په تړاو پخواني ولسمشر حامدکرزي ویلي چې دا بریدونه په کلکه غندي او د افغانستان په خاوره ښکاره تېری او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

کرزي ټینګار کړی چې پاکستان باید له داسې کړنو لاس واخلي، ځکه د دواړو هېوادونو په زیان تمامیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG