د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۵۷

اسرائيلي پو ځيان د غزي تړانګې دميشت ځايونو تخليه کولو ته ادرامه ورکوي .


اسرائيلي پو ځيان د غزي تړانګې دميشت ځايونو تخليه کولو ته ادرامه ورکوي . هغه کسان په زوره له سيمي نه وباسي چي د صدراعظم اريل شارون د هغه پلان سره مخالفت کوي چې د غزي نه يي ديهيودانو د وتلو په باب جوړ کړي دي .
له دغي سيمي يهودان اته ديرش کاله وورسته ويستل کيږي .
امنيتي ځواکونه نن د ګايد سيمي ته ورننوتل . په دغي وړي سيمي کې څو داسي کورنۍ شته چې په دي سيمه کې پاتي کيدل غواړي .
مامورين څرګندوي چې له يوويشت عيسوي ميشت ځايونو څخه دوه په دريمه برخه استوګن له غزي څخه وتلي دي .
پرون پوځيانو په کفر دارام او نوي ديکلم کې په عبادتځايونو کې پراته يو يو واويستل .
پوليس وايي د پينجشنبي په ورځ لږ تر لږه يو څلويښت تنه پوليس او اوه لس تنه اولسي خلک د عملياتو په ترڅ کې ټپيان شول . په لس ګونو کسان پوليسو توقيف کړي دي .
اسرائيلي مامورين وايي له غزي او دلويديځي غاړي له څلورو ميشت ځايونو څخه به ښآيي يهودان د راتلونکي اونۍ تر پيله ووځي .
XS
SM
MD
LG