د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۵۹

اسرائيلى ځواکونه د غزى تراړى هغه عبادت ځاى ته ورننوتى چيرته چې تنکيو ځوانانو سنگر نيولى.


له غزى تراړى څخه د يهودانو د وايستلو عمليات دوام لرى. دغه عمليات پرون پيل شوى وو او نن يې دوهمه ورځ ده.
د اسرائيلو صدراعظم ايرل شارون ته نيژدى يو کس ويل چې له غزى تراړى څخه د يهودانو وتل به ترراتلوونکى سى شنبى پورى بشپړ شى.
رانن جيسن ويل دغه خبره امنيتى چارواکو نن صدراعظم شارون او کابينى ته وکړه.
چارواکى وايې چي له غزى تراړى څخه نيمايې خلک وار دمخه وتلى دى او امنيتى ځواکونه هغه يهودان په زوره وباسى چې په خپله خوښه له سيمى نه ووځى.
اسرائيلى امنيتى چاروکې نن هغو سيمو ته ورغلى چې هلته يهودان او ملاتړى يې له سيمى نه ووځى او ددغه پلان مخالفت کوى.
تازه راپورونه وايې چې اسرائيلى ځواکونه د غزى تراړى هغه عبادت ځاى ته ورننوتى چيرته چې تنکيو ځوانانو سنگر نيولى. له دغه ځايه د کومى شخړى راپور ندى ورکړل شوى.

ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى
XS
SM
MD
LG