د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۴۵

د سعودى عربستان پوليسو په مدينه کې د القاعده شبکى يو مشر صلح الاوفى وژلى دى.


د سعودى عربستان امنيتى ځواکونو نن په پلازمينه رياض کې له اورپکو سره نښتى وکړى.
په دنښته کې لږ ترلږه دوه اورپکى وژل شوى او يو تن نيول شوى دى. مخکى د العربيه تلويژونې شبکى راپور ورکړى و چې په دى نښتى کې څلور تنه اورپکى او يو سرتيرى مړى شوى دى. راپورونه وايې چې په مدينه منوره کې يوشمير کسان نيول شوى.
د العربيه تلويژون يو تازه راپور وايې دپوليسو او اورپکو ترمينځ په نښتو کې د القاعده شبکى يو مشر صلح الاوفى مړ شوى دى. د سعودى دکورنيو چارو وزارت دنوموړى د وژل کيدو خبره تائيد کړى ده. نوموړى دهغو ٢٦ کسانو له ډلى څخه و چې په سعودى عربستان کې يې لټه کيږى.

ژباړونکى او وياند: ابراهيم اميرى
XS
SM
MD
LG